د عقل زوال د پېژندلو لپاره لوبه جوړه شوه

د انځور حقوق Deutsche Telekom
Image caption له مجازۍ بېړۍ چلولو د حافظې زوال اندازه لګېږي.

ساینسپوهانو داسې کمپیوتري لوبه جوړه کړې چې د هېرولو یا ډیمینشیا د خورا لویې څېړنې برخه ده او د دې ناروغۍ په پېژندلو کې مرسته کوي.

دا لوبه داسې ډیزاین شوې چې ډیمینشیا یا هېرولو( د حافظې زوال) لور ته د تللو لومړنۍ نښې ازمويي.

د اصلي ځیرک تلېفون دا اېپ درې میلیونه لوبغاړي لري، خو دا د مجازي حقیقت په لورتګ به له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې د هېرولو په هکله خورا تفصیلي پلټنه وکړي.

* ځینې خلک ولې پخوانۍ پېښې په یاد نه لري؟

* د عقلي زوال يا حافظې کمزورتيا د مخنيوي لارې چارې

د برتانیا د الزایمر څېړنو مرکز وايي، چې له دې لوبې د دوی موخه د هېرولو ناروغۍ د پېژندلو لپاره نوې لار پیدا کول دي.

څوک چې دا لوبه کوي په مجازي نړۍ کې د سمندري اتل هڅو کې د بېړۍ چلوونکي یا ماڼو په څېر رول لوبوي.

د نوموړي په مخ کې ننګونه په مختلفو اوبلارو، وچو ټاپوګانو او کنګل سمندرونو کې د لارې موندلو لپاره خپل حس کارول دي او ان کله کله به د سمندري ژوو مړول هم ور په غاړه وي.

خو دا یوه لوبه نه ده، کله یې چې څوک لوبوي، د حافظې په هکله یې معلومات جمع کېږي او وروسته به د عصبپوهانو له خوا ارزول کېږي.

د انځور حقوق Deutsche Telekom
Image caption بېړۍ چلوونکی به سمندري ژوو ته خواړه هم ور غورځوي.

د دې کمپیوټري لوبې یو جوړوونکی مکس سکاټ سلېډ په لندن کالج پوهنتون کې او اي ټي اېچ زیوریخ کې له څېړونکو سایسنپوهانو سره کار کوي.

هغه بي بي سي ته وویل: "دا په زړه پورې ده چې یو داسې څه چې په دودیز ډول ستړېوونکی شی وي ترې د څه جوړولو هڅه وکړې او ازموینې سره یې خلکو ته وښیې او دومره یې لوبتکه کړې چې څومره شونې وي".

"زموږ لپاره معیار دا دی چې خورا ډېر معلومات را ټول کړو، موږ له مجازي حقیقت ۱۵ ځله ډېر معلومات را ټولوو، ځکه موږ په دې پوهېږو چې سر چرته ګوري او بېړۍ چرته ځي".

د لومړنۍ لوبې موندنې پر ۲۰۱۶ کال د عصبپوهانو په نړیواله غونډه کې وړاندې شوې وې.

* د انټرنېټ له لارې د ماغزو روزنه

* سګرټ د انسان په حافظه اغېز کوي

دا معلومات ښيي چې د سړيو د لارښوونې حس تر ښځو لږ ښه دی او د شمال هېوادونو ملتونه له نورې نړۍ په دې برخه کې ښه دي، خو دا خبرې لا هم روښانه شوې نه دي.

په اي ټي اېچ زیروخ کې د پېژندپوهنې مشر پوهاند کرېسټوف هولسچر وايي، بله کومه پروژه کې په دې تړاو له دریو میلیونو خلکو معلومات ټول شوي نه دي:

"دا معلومات به موږ ته دا چانس را کړي چې یو شمېر داسې شننې وکړو، چې په دودیزو مطالعو سره شونې نه دي".

دا ډله فکر نه کوي چې خلک به هغومره د مجازي حقیقت لوبه رانیسي، ځکه هغومره منلې نه ده لکه ځیرک تلېفون، خو هیله منه ده چې په دې تړاو به ډېر معلومات ترلاسه کړي.

د هېرولو ازمېښت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په عمر زیاتېدلو پسې حافظه هم کمزورې کېږي.

دویچ ټلیکام د دې پروژې بنسټ اېښی، چې اوږده لار په مخ کې لري، خو اوسنۍ موخه یې داسې ازمېښت دی چې هېرول په لومړني پړاو کې تشخیص کړي.

په برتانیا کې داسې اته لکه پنځوس زره کسان اوسي چې د هېرولو ناروغي لري.

دا شمېرې به پر ۲۰۵۱ کال دوو میلیونو ته ورسېږي.

ډېر کسان پر دغه ناروغۍ اخته وي، خو نښیې یې ممکن یوه لسیزه وروسته ښکاره شي.

* یوازې د ۹۰ دقیقو حافظې څښتن

* ۳۰ کاله وروسته د تري تم شوي کاناډايي ذهن کار کړی

برتانیا کې د الزایمر څېړنو مرکز مشر ډاکټر ډیویډ رینالډز وايي:

"موږ په دې لوبې سره غواړو چې ۱۰ یا ۱۵ کلونه مخکې دا ناروغان وپېژنو دا تشخیص به تر هغه ډېر ښه وي چې اوس د دې ناروغۍ د پېژندلو لپاره کارېږي".

د سمندري اتل د هڅې په څېر لوبه دا پوهول کوي چې موږ څنګه بېړۍ چلوو او دا له موږ سره مرسته کوي چې د ناروغۍ خورا لومړی حالت وپېژنو.

تراوسه داسې درمل نشته چې د هېرولو ناروغي کمه کړي یا یې مخنیوی وکړي.

مګر دا لوبه اوس داسې هیلې پید اکوي چې د هېرې ناروغۍ نښې په لومړیو پړاوونو کې وپېژندل شي او مغز ته د ډېر تاوان رسولو مخنیوی وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لوبه به د مغز د ډېر زیانمنېدلو په مخنیوي کې مرسته وکړي.