جلال اباد کې د ظاهر قدیر کور ته په تللې کوڅه کې برید

په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، چې دوو بریدګرو د جلال اباد ښار په اوله ناحیه کې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د استازي حاجي قدیر کور ته په تللې کوڅه کې برید وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي پښتو وېب ته وویل، یوه بریدګر د حاجي ظاهر قدیر د کور په ساتونکو ځانمرګی برید وکړ.

د هغه په خبره په دغه برید کې د حاجي قدیر دوه ساتونکي ووژل شول.

نوموړی وايي، د پېښې ځای ته سملاسي افغان ځواکونه ورسېدل او دویم ځانمرګی یې وواژه.

په دې پېښه کې د ظاهر قدیر یو ساتونکی ټي شوی دی.

د ظاهر قدیر امنیتي مسوول نسیم وايي، د پېښې پر مهال ښاغلی قدیر په کور کې و.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو ظاهر قدیر په ننګرهار کې د داعش ضد وسلوالو یو مخکښ مشر هم بلل کېږي.

ښاغلی قدیر پر ۱۳۹۴ کال هغه مهال خبر جوړوونکی شو چې ویې ویل د اسلامي دولت یا داعش د لومړۍ کرښې قومندانان او مسوولان په کابل کې ژوند کوي او سفارتونو او افغان امنیتي ادارو ته ځي.

په همغه کال دا ادعا هم وشوه چې د ښاغلي قدیر کسانو د داعش د پنځو وسلوالو سرونه پرې کړي دي.

کله چې د دې پېښې په تړاو پر ظاهر قدیر نیوکې زیاتې شوې، نو له بي بي سي سره یې خبرو کې وویل، "په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي".

هغه دا هم وویل چې ولسي لښکر د خپلو حلورو بچیانو د غچ اخیستلو لپاره د داعش له پنځو غړو سرونه پرې کړل.

ظاهر قدیر افغان- شوروي د جګړې په مهال د ننګرهار د یوه مخکښ قومندان عبدالقدیر زوی دی.

عبدالقدیر ۱۴ کاله مخکې - چې د حامدر کزي په واکمنۍ کې د ټولګټو وزیر و- په کابل کې ووژل شو.

د انځور حقوق zaher qadir/FB
Image caption ښاغلی قدیر پر مرکزي حکومت هم توندې نیوکې کوي.

ورته مطالب