تر ټولو لوی او لرې تور غار وموندل شو

بلیک ہول
Image caption د تور غار په اړه څېړنې په ساینسي مجلې (نیچر) کې خپرې شوي.

ستور پوهان وایي، داسې تور غار یې موندلی چې اندازه یې ډېره لویه ده او ډېر لرې دی، په دغه اړه ساینسپوهان له څېړنې مخکې خبر وو.

دا تور غار د ۱۳ میلیارد نوري کالو په واټن پروت دی او د پېژندلو لپاره يې ویل کېږي چې د بېګ بېنګ له پېښې ۶۹۰ میلیونه کاله وروسته يې انسان ویني.

له دې اندازې نه دا څرګندېږي چې د تور غار اندازه د لمر له وزنه ۸۰۰ میلیونه ډېره ده، ستورپېژندونکي او ساینس پوهان وایي: "د دغه تورغار له پيلېدو سره سم لاسي یې اندازه هم لویه شوې ده."

د ساینسپوهانو له نظره، د دغه تورغار په اړه څېړنې په ټوله نړۍ کې په یوې معما اوښتې چې له ترویتون په تر لاسه شویو معلوماتو ولاړې دي.

د تور غار په اړه څېړنې په ساینسي مجلې (نیچر) کې خپرې شوي.

سایسنپوهان وايي: "د کایناتو دا لومړنی موندل شوی تور غار د کهکشان په منځ کې مواد خپروي، ځکه د ستوري په څېر ښکاري او د داسې ستورو په څېر دی چې مرکز یې له انرژۍ ډک دی او د رڼا سرچینه ګڼل کېږي.

نوی پیدا شوی تور غار په دې هم یوه په زړه پورې څېړنه ده چې د پیدا کېدو زمانه یې هغه وخت دی چې د کایناتو اوسنی عمر یوازې ۵ سلنه و.

د ساینسپوهانو په اند، هغه مهال کاینات د زمانې له پولو وتل، چې د تورې زمانې نوم ورکړل شوی دی،

یعنې د ستورو له جوړېدو لږ وخت مخکې.

نیچر مجله کې د دې څېړنې پنځګر ایډواړډ بڼډوس لیکي: له دې موندې سره د لویو لویو تورو غار په تړاو ټولې نظریې نګول کیږي، ځکه دا موندل شوی چې تورغار د کایناتو له پیدا کیدو په ۹۶۰ کال دومره پراخ شوی وو.

د انځور حقوق SPL

اړونده مطالب

ورته مطالب