څه کم نیمه پېړۍ وشوه سپوږمۍ ته ولې څوک نه دي تللي؟

سپوږمۍ د انځور حقوق Getty Images

نیل ارمسټرانګ لومړی انسان و، چې د ۱۹۶۹ کال د جولای پر ۲۰ مه یې پر سپوږمۍ پل کېښود.

له هغه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پينځه ځله سپوږمۍ ته ماموریت ولېږه، خو وروستی ځل ۱۹۷۲ کې یو ستورمزلی ماموریت سپوږمۍ ته ولېږل شو.

اوس له هغه نژدې نیمه پېړۍ تېره ده او امریکا یو ځل بیا سپوږمۍ ته د انسان لېږلو خبره کړې ده.

د دوشنبې پر ورځ د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې لړ کې یو امر لاسلیک کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نژدې نیمه پېړۍ وروسته سپوږمۍ ته د انسان لېږلو خبرې کېږي.

خو پوښتنه دا ده، چې دومره اوږده موده ولې امریکا یا کوم بل هېواد سپوږمۍ ته انسانان نه دي استولي؟

ماهرین وايي دا ځکه چې سپوږمۍ ته د لېږلو چاره ګران بیه سودا ده.

د لاس ایجنلس کالفورینا پوهنتون فلکیاتو یا ستور پېژندنې پروفیسر مایکل ریچ وايي، سپوږمۍ ته د انسانانو لېږلو ګټه نه شته او لګښت یې خورا ډېر دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption نیل ارمسټرانګ لومړی انسان و، چې پر سپوږمۍ یې پل کېښود

ماهرین دا هم وايي، چې دغسې ماموریت کې ساینسي دلچسپي لږه او سیاسي لاملونه ډېر دي، چې د فضا کنترول سیالۍ لپاره دغسې ماموریتونه استول کېږي.

ځمکې ته نژدې لویه سپوږمۍ اسمان رڼا کوي

سپوږمۍ ته وروستی ختلی ستورمزلی ومړ

۲۰۰۴ کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر جارج بش د ولسمشر ټرمپ په څېر سپوږمۍ ته د ماموریت لېږلو پلان وړاندې کړ، چې ۱۰۴ زره میلیونه ډالره لګښت ورته وړاندیز شو او دومره لوی لګښت ته په کتو سره هغه پلان ځنډول شوی و.

ماهرین ګومان کوي دا ځل هم ښايي همداسې وشي، ځکه ولسمشر ټرمپ د امر له لاسلیک مخکې د امریکا مشرانو جرګې سره مشوره نه ده کړې.

مایکل ریچ وايي، دغه پروژه له ساینسي پلوه ګټوره نه ده، ځکه ګومان نه شي، چې مشرانو جرګه به یې لګښت ومني.

بل لامل یې دا دی، چې د امریکا فضايي اداره ناسا دغه موده کې د نورو پروژو پر بشپړولو لګیا ده، چې مشتري ته استول شوي ماموریتونه هم پکې شامل دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر ټرمپ سپوږمۍ ته د ماموریت لېږلو پرېکړه کړې

خو ساینسپوهانو دا هم ویلي، چې سپوږمۍ ته باید ماموریتونه واستول شي، ځکه په وینا یې دې سره به انسانان نوي معلومات ومومي.

لمر تندر نیول څنګه پېښېږي؟

سپېس اېکس ۲۰۱۸ کې ګرځندویان د سپوږمۍ شاوخوا ګرځوي

پر حکومتي او شخصي توګه داسې هڅې شوې دي، چې نه یوازې سپوږمۍ ته د استولو په تړاو وې، بلکې پر سپوږمۍ د انسانانو لپاره د مېشت ځایونو یا لویو مېنو ودانولو خبرې هم شوې دي.

اړونده مطالب