اپل شرکت منلې د موبایلونو فعالیت سوکه کوي

اپل د انځور حقوق Getty Images
Image caption اپل چارواکو ویلي دوی د زړو مبایلونو فعالیت سیسټم کې داسې بدلون راولي، چې بېټرۍ تر ډېره فعاله پاتې شي.

اپل شرکت منلې، چې په لوی لاس یې د زړو موبایل ټیلیفونونو فعالیت سوکه کړی دی.

ډېرو کاروونکو مخکې شکایت کاوه، چې ګواکې اپل په لوی لاس داسې ځکه کوي، چې خلک نوي ټیلیفونو اخیستو ته اړ شي، خو اوس اپل وايي کله چې ټیلیفون زوړ شي، بېټرۍ یې کمزورې کېږي او دوی غواړي د بېټریو عمر اوږد شي.

دغه موضوع هغه مهال رابرسېره شوه، چې یوه اپل کاروونکي پر ټولنیزه پاڼه 'ریډ ایټ ' ولیکل، ای فون ۶ یې سوکه فعالیت کاوه، خو کله یې چې بېټرۍ وربدله کړه، د مخکې پرتله چټک شو.

له هغه وروسته د تکنالوژۍ اړوند 'ګیک بینچ ' نومې پاڼې مسوولینو پر ای فون څېړنه وکړه او له پایلو یې معلومه شوه، چې رښتیا د یو شمېر ای فون موبایلونو فعالیت په لوی لاس سوکه کېږي.

اپل چارواکو اوس ویلي دوی د زړو مبایلونو فعالیت سیسټم کې داسې بدلون راولي، چې بېټرۍ تر ډېره فعاله پاتې شي.

شرکت ویلي:

''لیتهییم این بیټرۍ د وخت له تېرېدو سره نه شي کولای یخ موسم کې هغومره انرژي یا قوت ورکړي، چې پکاریږي او له همدې کبله کېدای شي ټیلیفون ناڅاپه له کاره ولوېږي. موږ غواړو خپلو مشتریانو ته تر ټولو غوره تجربې وړاندې کړو ''

اپل د کورني سیستم ماتولو "هومکېټ" کې نیمګړتیا بشپړه کړه

'ګوګل د اپل شرکت پېري' دروغ خبر ټول حیران کړل

د اپل شرکت "الکترونیکي بټوو" کار ډېر اسانه کړی

کله چې لیتهییم بیټرۍ د بیا بیا چارج او ري چارج له عمله تېریږي پر فعالیت یې اغېز کېږي، ځکه دغه مهال د لیتهییم یو شمېر 'اینونه ' له خپله ځایه خوځېږي. د داسې ده لکه اوسپنه چې د وخت له تېرېدو سره زنګ نیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وخت له تېرېدو سره بیټرۍ د ډېر چارج له اخیستو او ډېر قوت له ورکړې لوېږي.

د وخت له تېرېدو سره بیټرۍ د ډېر چارج له اخیستو او ډېر قوت له ورکړې لوېږي.

بلاګ لیکونکي نیک هیر لیکلي:

''اپل دا چاره داسې په پټه خوله کړې، چې ته وا هدف یې مشکوک دی. اپل له ډېرې مودې راهیسې د مشتریانو له هیلو سره سم فعالیت کوي، خو دا ځل یې غرق کړو او هغه هم خوشي چټي ''

د تکنالوژۍ شرکت برایټ بي کریس ګرین بیا وايي:

''خلکو پېسې پرې لګولې او دوی یې د موبایلونو فعالیت سوکه کوي، دوی باید په دې تړاو توضیحات ورکړي، دوی باید په ډېر شفافیت سره کار وکړي. ''