شمالي کوریا: نوي بندیزونه د جګړې اعلان په مانا دي

. د انځور حقوق Reuters

د شمالي کوریا چارواکو پر دغه هېواد وروستیو لګېدلو بندیزونو ته په غبرګون کې نوي بندیزونه د جګړې اعلان ګڼلي دي.

دوی ویلي، دغه بندیزونه د شمالي کوریا له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خپرې کړې اعلامیې له مخې لیکلی، نوي بندیزونه د شمالي کوریا د اقتصادي کلابندۍ په مانا دي.

* پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه

* ټرمپ او پوټین د شمالي کوریا پر کړکېچ ټیلیفوني خبرې کړي

* واشنګټن: که جګړه پیل شي، "د شمالي کوریا نظام به ړنګ شي"

پر شمالي کوریا د نويو لګول شويو بندیزونو مسوده د امریکا متحده ایالتونو چمتو کړې وه چې د ډیسمبر په ۲۲مه د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د شمالي کوریا ستر سوداګریز شریک چین له روسیې سره یو ځای دغې مسودې ته مثبته رایه ور کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر شمالي کوریا د بندیزونو وروستی پرېکړه لیک پر دغه هېواد بندیزونو لګولو لسم هغه دی

د امنیت شورا د نوي پرېکړه لیک له مخې، شمالي کوریا هر کال د ۴ میلیون بوشکو تېلو او د ۵۰۰ بوشکو په اندازه نور نفتي مواد لکه بنزین او ګاز واردولی شي.

د بندیزونو په نوي پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې له شمالي کوریا بهر د دغه هېواد کار کوونکي باید په ۲۴ میاشتو کې یو ځل هېواد ته واستول شي.

دا کار کولای شي د شمالي کوریا تر لاسه کېدونکي عاید ته زیان ورسوي.

پر دې سربېره د شمالي کوریا پر صادراتو هم بندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

د شمالي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه لیک پر دغه هېواد د بندیزونو لسم هغه دی چې د بالستیک توغندیو د ازموینو له امله پرې لګېږي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب