هغه کب چې د بیا زېږېدو وړتیا لري

اکسولاټل کب د انځور حقوق IMP

د مکسیکو اکسولاټل نومې کب هغه ژوی دی چي له ډېرې مودې راهیسې یې د ساینسپوهانو پام ځان ته ور اړولی دی. لامل یې د دې ژوي یوه عجبه ځانګړتیا ده. ساینسپوهان په دې بارو دي چې دی کولی شي تر مړینې وروسته بېرته وزېږي.

دا کب تر ډېره د مکسیکو په جهیل کې موندل کېږي. یوه بله ځانګړتیا یې دا هم ده چې د اوبو ترڅنګ پر وچه هم ژوند کولی شي.

په ظاهره دا کب د څرمښکۍ په څېر ښکاري. که د خپل بدن کوم غړی یا اندام له لاسه ورکړي نو دا ځانګړتیا لري چې بېرته وده ورکوي.

د څرمښکۍ په اړه هم ویل کېږي چې که یې لکۍ پرې شي نو بله لکۍ پیدا کوي. خو د مکسیکو اکسولاټل کب کولی شي یوازې د یوې اوونۍ په موده کې د پرې شوي غړي یا اندام پر ځای تازه هډوکی پيدا کړي، رګونه تېر کړي او په غوښه یې وپوښوي.

ساینسپوهان وایي، دا کب کولی شي د خپلې ملا د تیر ټپونه هم ورغوي. همدا رنګه د خپلو سترګو د پردې زخم هم ښه کولی شی.

د زخم تر رغېدو وروسته د دې کب پر بدن هېڅ نښان نه پاتې کېږی.

د انځور حقوق IMP

سره له دې چې دا کب تر مړینې وروسته د بیا زېږېدو وړتیا لري، خو بیا هم په هغه ژویو کې حسابېږي چې په چاپېریال کې یې نفوس بیخي کم دی. دا خبره ځکه هم عجبه ده چې په اکسولاټل کبانو کې د بیا زېږونې مېکانیزم هم ډېر ساده او چټک دی.

ساینسپوهان له تېرو ۱۵۰ کالو راهیسې په لابراتوار کې پر دې کب څېړنې کوي او غواړي د ځانګړو وړتیاو په اړه یې نور هم پوه شي.

په دې وروستیو کې د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې د دې کب په اړه یوه نوې خبره زده کړه. هغه دا چې د دوی د جینونو ټولګه د انسانانو له هغې هم لویه ده.

ویل کېږي چې په اکسولاټل کب کې د ډي اېن اې۳۲۰ میلیارده جوړې دي، چې د انسانانو پرتله لس چنده ډېرې دي.

د "نېچر مګزین" په نامه د ساینس مجله وایي، دا موندنه د هغو کسانو لپاره مهمه ده چې د غړو یا اندامونو د بیا ودې په اړه جدي څېړنې کوي.

اړونده مطالب