کمبرېج انالېټېکا او د افغانستان خواله رسنۍ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خواله رسنۍ د سیاسي لیدلوري په اړولو کې مهم رول لوبوي.

کمبرېج انالېټېکا برتانوۍ سياسي مشورتي کمپيني ده، چې د انلاين کاروونکو مالومات تحليل او څيړي. د نورو کارونو ترڅنګ، دوی د ځانګړي اپليکيشن (App) پواسطه د فيسبوک له لارې د کاروونکو مالومات راټولول او د همدې مالوماتو پر اساس يې د ټاکل شويو کاروونکو (target users) رواني او فکري ليدلوری مالوموه. وروسته يې د خاصو سياسيونو او کانديدانو په پلوی د ټاکل شويو کاروونکو خواله رسنيو پاڼو ته داسې مالومات ور مخې ته کول، څو د سيالو کانديدانو په اړه يې فکر تغيير او د خاصو کانديدانو پلوي وکړي.

د کمبرېج انالېټېکا د دې ډول تجارت رازونه په روانه مياشت (مارچ ۲۰۱۸) کې افشا شول. له دې وړاندې يې اجرايوي مشر اليکساندرنيکس دا ډول تورونه ردول، خو د افشا شويو اسنادو په يوه ويډيو کې نوموړی يوه سريلانکايي دلال ته، چې په سريلانکا کې د ټاکنو د يو کانديد استازيتوب کوي، وايي چې دوی په کينيا کې د ځانکړي کانديد په اړه عامه فکر بدل کړ.

د هغه په خبره سيال کانديدان د مختلفو تکتيکونو له لارې په اسانۍ سره رسوا او بدنامولی شي، د اسراييلي شخصي استخباراتي کړيو او د اوکراين ښکلو پيغلو څخه د تکتيکونو د نمونې په ډول يادونه کوي. کريسټفرويلي د کمبريج اناليټيکا پخوانی کارکوونکی او د همدې کمپنۍ د رازونو يو لوی افشا کوونکی وايې چې يادې کمپنۍ له روسانو سره هم اړيکي درلودې.

د فيسبوک مشر زوکربرګ د کمبرېج انالېټېکا سره د مالوماتو شريکولو په اړه بښنه وغوښته او ويې ويل چې دوی به د مالوماتو شريکولو په اړه په پاليسيو کې تغييرات راولي. د فيسبوک کمپنۍ د مالوماتو له مخې اوسمهال د درېيمې ډلې زرګونه اپليکشن (third party apps) د فيسبوک پر پاڼه چليږي.

پروپاګندا او خواله رسنۍ:

حکومتونو هر وخت هڅه کړې چې د رسنيو څخه د سيال (سياسي مخالف، دښمن، ځينې وخت عام وګړي) په مقابل کې د پروپاګنډا (يو طرفه مالومات) او تبليغاتو له لارې د ځان په پلوی ګټه واخلي. د عامه فضا او فکرونو (public sphere) د کنټرول لپاره به پخوا حکومتونو د مختلفو لارو رسنۍ سانسورولی، خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ اوسمهال حکومتونه د سانسور پرځای په انلایني او مالوماتي ډګر کې تر ډيره سيالي کوي.

اوسمهال عامه فضا او يا په ځانګړي ډول انلاين عامه فضا (Digitally networked public sphere) د هغو په واک کې ده، چې د موضوعاتو په اړه له نورو ډير مالومات وړاندې کړي. په بله وينا، واک او ميدان هغه چا ګټلی چې ډير لوستونکي او د لوستونکو پام را ځان ته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیسبوک د مالوماتو شریکولو په اړه بخښنه غوښتې.

د ډېرو مالوماتو تخليق او خپرول د حکومتونو، سوداګرو او سياسيونو لپاره بريا، خو په عين وخت کې له ننګونو او اخلاقي ستونزو سره مل وي، چې جعلي خبرونه (fake news)، ناسم مالومات (disinformation) او غلط مالومات (misinformation) يې بېلګې دي.

جعلي خبرونه او ناسم مالومات قصداً ترسره کيږي او غلط مالومات ممکن سهوه وبلل شي. دغه ډول ننګونو او اخلاقي ستونزو ته يادې ډلې د موقع او چانس په سترګه ګوري، خو ټولنې او وګړو ته د خطا ايستلو او بې لارۍ غټ خطر دی.

د افغانستان خواله رسنۍ او پروپاګنډا:

د HootSuite مالوماتو له مخې تر ۲۰۱۷ جنوري پورې افغانستان تر څلورو ميليونو او د Internet World Stats مالوماتو له مخې تر ۲۰۱۷ ډسمبر وروستۍ نيټې پوري پنځه ميليونه او اوه لکه افغانان انټرنيټ او له دې جملې څخه يې اويا سلنه کاروونکي خواله رسنۍ کاروي. د افغانستان ټول نفوس تقريباً ۳۶ ميليونه دی او د نړيوال بانک مالوماتو پر اساس د سواد کچه ۳۱ سلنه ده. په دې حساب د افغانستان باسواده نفوس (۱۱ ميليون) ترنيمايي زيات (۵.۷ ميليون) انټرنيټ کاروي.

انټرنيوز لپاره د التايي سروې ( ۲۰۱۷، اکتوبر) ښيي چې د خواله رسنيو کاروونکو له جملې ۹۵ سلنه يې فيسبوک او يوازې ۶ سلنه يې ټويټر کاروي. فيسبوک تر ډيره د اړيکو، مارکيټينګ او ساتيري لپاره او ټويټر د ځانګړو خو تر ډيره د سياسي موخو لپاره کارول کيږي.

د يوه ابتدايي تحقيق په جريان کې مو د دولسو ورځو ( د ۲۰۱۸جنوري ۲۰-۳۱) لپاره د افغان دولت په استازيتوب د دفاع وزارت او د طالبانو په استازيتوب د ذبيح الله مجاهد ټويټر اکونټونو مالومات راټول کړل. په دغه موده کې دفاع وزارت ۱۹۵ او مجاهد ۱۸۵ ټويټونه کړي دي. په مختلفو ژبو، يو پيغام، يو ځل حساب شوی دی.

طالبانو يو پيغام ډير وخت په پښتو، دري، انګليسي او ځينې وخت په اردو او عربي ژبو او دفاع وزارت يو پيغام په پښتو يا دري او انګليسي باندې خپور کړی دی.

په اوسط ډول دفاع وزارت د ورځې ۱۶ او ذبيح الله مجاهد ۱۵ ټويټونه کوي. په دولسو ورځو کې دفاع وزارت د ۷۰۹ کسانو وژلو او ۳۸۶ نورو زخمي کولو، طالبانو په ورته وخت کې د ۵۷۰ کسانو وژلو او ۶۱ زخمي کولو ادعاوې کوي.

افغان دولت مخالفينو ته د تروريست او ترهګر، طالبان د دولت کارکوونکو ته د اجير او بهرنيانو ته د بهرني اشغالګر کلمې کاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کمبریج انالیټیکا برتانوۍ سیاسي مشورتي کمپني ده.

په همدې موده کې پژواک خبري اژانس د دفاع وزارت لخوا د ادعا شوي مرګ ژوبلې (۷۰۹ وژل شويو) له جملې څخه د ۲۲۵ او د طالبانو لخوا د ادعا شوې مرګ ژوبلې (۵۷۰) څخه ۱۶۷ کسانو وژل کيدل رپوټ کړي دي. که چيرې پژواک خبري اژانس، چې په خبره يې له نورستان پرته د افغانستان په ټولو ولايتونو کې خبريالان لري، درېيمګړي او نسبي بې پرې او دقيقه اداره وګڼو، د دواړو لوريو لخوا يو بل ته د اړول شويو زيانونو ادعاوې، درې برابره زياتې ښودل شوي دي. په جنګ کې د ښکېلو لوريو ادعاوې، مبالغې او د مرګ ژوبلې شمېر زيات ښودل، معمولي خبره ده. په ورته موده کې د ملکي وګړو ژغورنې ډلې (CPAG) د ۳۳ ملکي وګړو وژل کېدل رپوټ کړي دي.

د يادونې وړه ده، چې د CPAG لخوا په کابل کې پر انټرکنټينينټل او د امبولانس پواسطه پر داخله وزارت د ترسره شويو بريدونو وژل شوي کسان عام وګړي بلل شوي، خو طالبان وايې چې دوی عام وګړي نه، بلکې په يو نه يو ډول د دولت کارکوونکي وو، نو ځکه دلته موږ د عامو وګړو په ګټګورۍ کې نه دي راوړي. د يادو ۳۳ وګړو له جملې پژواک ۲۶ کسان رپوټ کړي دي، خو يوې ډلې (دولت او طالبان) يې هم مسؤليت نه دی منلی.

خواله رسنۍ او اخلاقي ارزښتونه:

د کمبرېج انالېټېکا پېښې وروسته شخصي مالوماتو ته د لاسرسي او د هغې کارول، ځيني اخلاقي بحثونه را تازه کړل. خواله رسنۍ د محرميت په اړه په خپلو شرايطو (Terms of References) کې ځيني ټکي څرګندوي. عموما د دوی تعهد دا وي، چې د کاروونکي له اجازې پرته به درېيمې ډلې ته محرم مالومات نه ورکوي. انلاين کاروونکي ډير وخت د داسې درېيمې ډلې اپليکشن، پرته له دې چې په اصلي موخه يې پوی شي، په بې غورۍ کاروي. ستاسو د خوښې ملګري څوک دي، پر چا ډېر ګران يې، ستا په فرضي ډله يا کابينه کې به څوک وي، ستا ذهني ذکاوت (IQ) څومره دی، او دې ته ورته نور اپليکشن يې نمونې دي.

د دغه ډول پروګرامونو په کارولو سره کاروونکي په ناخبرۍ، خو په رضايت خپل محرم مالومات درېيمې ډلې ته ورکوي، چې کمبرېج انالېټېکا يې د درېيمې ډلې يوه بېلګه ده. کاروونکي په ناخبری د ساتيری لپاره دغه ډول پروګرامونه کاروي، دلته د خواله رسنۍ او درېيمې ډلې لپاره دا اخلاقي پوښتنه رامنځ ته کيږي، چې دوی ولې د خپل تجارت لپاره کاروونکي تېر باسي او حقيقت ور څخه پټوي. د کمبرېج انالېټېکا اجرائيو مشر وايې، چې سياسيون هم همدا کار کوي او دروغ د سياست نوي اخلاق دي، په دې مانا چې اوسمهال دروغ د سياست کولو لپاره اصل ګرځيدلی دی.

د سايکوګرافي (Psychography) اړوند کمپيوټري او ځيرک ټليفون اپليکشنونو او څيړنو يوه موخه داده، چې د کاروونکو فکر او فکري تمايلات وپيژني او وروسته يې د خبرونو او مالوماتو (ځيني وخت د جعلي خبرونو او ناسمو مالوماتو) له لارې د خپلې خوښې مطابق تغيير کړي. په دې ډول حالت کې داسې انګيرل کيږي، چې د انسان مغز ماشين دی او له دغه ماشين څخه د يوې موضوع اړوند مختلف مالومات تيرول او پروسس کيدل، د انسان فکري ليد بدلوي. کله چې د خواله رسنيو له لارې درېيمې ډلې ته د کاروونکو سايکوګرافيک مالومات (فکري تمايلات) ورسېږي، د لوګاريتمي فورمولونو او جوړښت له لارې دوی ياد کسان موخه (target) ګرځوي او څه وخت وروسته يې د مالوماتو پر مټ فکر تغييروي.

په کمبرېج انالېټېکا باندې اوسمهال لوی شک دا دی، چې ګواکې د همدې تيورۍ پر اساس يې د خاصو ډلو په خوښه او پيسو د امريکا ولسمشرۍ او د اروپا څخه د برتانيا جلا کولو په پروسو کې دا کار ترسره کړی دی. که څه هم له ټکنالوژۍ څخه دا ډول کار اخيستل نسبي ډول نوی دی، که يې د مخنيوي او سمون لپاره جدي ګام او شرايط وضع نه شي، ممکن دغه تکتيک له سياست ها خوا د ژوند نورو برخو ته هم وغځيږي.

د افغانستان خواله رسنۍ او کاروونکي:

په افغانستان کې د خواله رسنيو په اړه ډېرې کمې څېړنې شوې دي. په دې برخه کې تراوسه مشورتي او څېړنيزې ادارې په نشت حساب دي، خو د ټکنالوژۍ بې ساري پرمختګ ته په کتو داسې ښکاري چې دغه برخه کې به خامخا پانګونه کېږي.

ممکن په دې برخه کې ځيني کارونه ترسره شوي او پټ ساتل شوي وي، ځکه دا ډول فعاليتونه تر ډېره همداسي مخفي ساتل کيږي. د امريکا متحده ايالاتو لخوا د مخکښو څېرو او شکمنو وګړو د څار راز سنوډن کلونه وروسته افشا کړ او همدارنګه د انالېټېکا راز تقريباً له څلورو کلونو وروسته ډاګيز ه شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کمبرېج انالېټېکا د ټاکل شویو کاروونکو رواني او فکري لیدلوری مالوماوه.

د خواله رسنيو افغان کاروونکي ډيری وخت په بې پامی سره نامالوم او نااشنا اپليکيشنونه کاروي. په يو کلېک سره دوی خپل ټول محرم مالومات، د ملګرو ليست، سياسي ليدلوری او د ذوق اړوند مالومات شريکوي. د دې ترڅنګ د فيسبوک لايک بټن، چې د سايکوګرافيک اړوند مالوماتو راټولو او پيژندلو تر ټولو ساده او اسانه لار ده، په ډيرې بې غوری کاروي.

په خواله رسنيو خپريدونکي مالومات ډير دقيق او رښتيني نه وي. د پيژندل شوي سرچينې پرته باور پرې نه شي کيدای. د افغانانو د سواد کچې ته په کتو يې د خطا ايستلو چانس په نسبي ډول له نورو زيات دی.

يو وخت په هندوستان کې د عيسويانو عبادت څخه اخيستل شوی عکس په دې نوم چې ګواکې کابل کې افغانان عيسويت ته اوړي، د فيسبوک ګرم بحث ؤ. افغانستان د لويو سياستونو محور ګرځيدلی دی، پوځي جنګونه ورو ورو په معلوماتي جنګونو بدليږي، په داسې چاپيريال کې د سرچينې پيژندلو، د مالوماتو شريکولو او لوستلو ته ډېر پام او دقت په کار دی.