د غوره درملنې لپاره باید سرطان په ډولونو ووېشل شي

سرطان د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکي وایي چې دغه ډول ډلبندي به د سرطان تشخیص او درملنه اسانه کړي.

څېړونکي وایي چې سرطان باید په ډولونو ووېشل شي. نه دا چې چېرته را څرګندېږي په هغه نوم یاد شي.

په امریکا کې یوې څېړنې په لس زره ناروغانو کې د سرطان ۳۳ ډولونه څېړلي. څېړنه ښيي چې کولی شو سرطان په ۲۸ ډولونو ووېشو.

څېړونکي وایي چې دغه ډول ډلبندي به یې تشخیص او درملنه اسانه کړي.

د څېړني یو لیکونکی لیکي "اوس یې وخت دی چې سرطان په کتابونو کې له سره ولیکل شی."

سرطان ډلبندي

سرطان تل د بدن په کوم ځای چې راڅرګندېږي په هغه نوم یادېږي او وېشل کېږي، لکه د ګردو، د معدې، د وینې، د ماغزو او نور.

خو د پان کنسر اطلس په نومه دغه نوې څېړنه وایي چې ۲۳ ډوله عام سرطان دانې دي او ۱۰ ډوله یې بیا غیر معمولي هغه دي.

څېړنې ښودلې چې د بدن په بېلابېلو غړو راختونکی سرطان ګډ مالیکول لري او په دوی کې ورته والی شته.

د سرطان یو ډول د بدن په ۲۵ غړو کې موندل شوی، په دې معنی چې دا د بدن په هر غړي راوخېژي بل ډول درملنه به یې کېږي.

دغه څېړنه ښيي چې مهمه ده سرطان له سره ډلبندي شي، په دې ډول به یې درملنه اسانه شي. د بېلګې په توګه د بډوډیو د سرطان درمل د سږیو سرطان ناروغ ته هم ورکول کېدی شي.

ځینې پروفیسوران وایي چې د سرطان د بریالۍ درملنې په موخه مهمه ده چې لومړی سرطان د هغو د جوړښت اصلي مولیکول وموندل شي او بیا یې درملنه وشي.

د امیونوتیرپي یا د بدن د دفاعي سیستم څخه کار اخیستل یې د درملنې یوه لار ده چې په پراخه توګه کارول کېدی شي.

په هغو حالاتو کې چې د سرطان درملنه ستونزمنه وي بیا د څو ډوله درملو اړتیا وي، دا هغه مهال شونې ده چې د سرطان تشخیص وشي، په ډولونو ووېشل شي، بېلابېل مولیکولونه یې څرګند شي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د خپلو تیونو په اړه معلومات ولرئ، د تي سرطان پر ۱۲ نښو غور وکړئ

د دغې څېړنو لیکوالو له سرطان پوهانو غوښتي چې د دې پر ځای چې د بدن په ځانګړو غړیو پاملرنه وشي، غوره به دا وي چې د سرطان د ډولونو لپاره درملن جوړ شي.

څېړونکي وایي چې که اوس دغه ډول معلومات په عملي په توګه په لابراتوار کې وکارول شي نو د لا زیاتو ژوندونو له ژغورلو سره به مرسته وکړي.

اړونده مطالب