د روس د نویو ریموټ کنټرول وسلو نندارتون

د انځور حقوق Rus.mil/facebook
Image caption ارون نه ټانک ریموټ کنټرول دی او په یو وخت څو کارونه کولی شي.

روس د چهارشنبې په ورځ په دویمه نړیواله جګړه کې د خپل بري د لمانځلو لپاره د سترې بریا ورځ پرېډ جوړوي.

په دې پرېډ کې د ریموټ کنټرول ټانک سربېره خپلې څو پرمختللې وسلې نندارې ته وړاندې کوي.

په دې وسلو کې ځینې د سوریې جګړه کې د تجربې لپاره کارول شوې هم دي.

اورن نهه په نوم ټانک د راکټ لنچر، توپونو او ټوپک بریدونه شنډولی شي.

ولسمشر ویلادیمیر پوتین به د مۍ پر نهمه دا پرېډ پرانیځي، چې د روسیې د دود له مخې به نوې وسلې او توغندي پکې نندارې ته وړاندې شي.

د انځور حقوق Mil.ru/facebook
Image caption ایم ون باندې دوه سرتېري ناست دي.

دا ورځ هغو لکونو روسانو ته د درناوي وړاندې کولو لپاره لمانځلی شي چې له نازي جرمنانو سره جګړه کې وژل شوي دي.

په دغه پرېډ کې د پلي پوځ نوې ډلګۍ، ډرون الوتکې او الوتک غورځوونکي توغندي هم لیدل کېږي.

د روسیې یوه وېبپانه ګزیته رو نیوز وايي، د تونلونو د له منځه وړلو کې مرستندوی روبوټ سیپر چې اورن شپږ بلل کېږي، له اورن نهه سره یې په ګډه سوریه کې د روسي پوځ سره همکاري درلوده.

روس د خپل ځانګړي پوځ او پوځي الوتکو سره سوریه کې د بشار اسد د حکومت په ملاتړ د اسلامي دولت یا داعش او نورو وسلوالو پرضد جګړه کې مرسته کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې بینرونو د دویمې نړیوالې جګړې تاریخ لیکلی دی.

ګزیته رو نیوز رپوټوي چې اورن نهه خپله موخه پخپله په نښه کوي، خو د دې نښې د ویشتلو پرېکړه هغه قومندان کوي چې له دې وسلې درې کیلومټره لرې له وسلو ډک ګاډي کې ناست وي

د اې اېم یو په نوم ګاډی هم نندارې ته وړاندې شوی؛ داسې ګاډی چې دوه کسان پر کېناستلی شي او پر دغه روس جوړ بایک شنکوپ هم لګېدلی دی.

اې اېم ون کوچنی موټر دی چې د پلي یا ځانګړي ځواک لپاره جوړ شوی. دوی د بریدونو پر د مهال سختو لارو لکه لوړو ژورو، دښتو او زرغونو سیمو کې کاروي.

د انځور حقوق Mil.ru/facebook
Image caption کورسر چې هم سیمه څارلی، هم برید کولی او هم وسله لېږدولی شي.

روس هر ډول موسم کې کارېدونکې ډرون یا بې پیلوټه الوتکه هم نندارې ته وړاندې کړه، چې کورسر نومېږي.

دا الوتکه د توغندیزو بریدونو، د حالاتو څارلو او د وسلو لېږدولو لپاره کارېږي.

دا الوتکه د شپږو کیلومترو په لوړوالي د لسو ګړیو لپاره پر ۱۶۰ کیلومتره سیمه الوت کولی او څارلی شي.

د روسیې مرستیال دفاع وزیر بوریسو وايي، روسی پوځ د بې پیلوټه الوتکو مختلف ډولونه لري، خو اوسني پرېډ کې یواځې کورسر او کتران نندارې ته وړاندې کوي.

د انځور حقوق Mil.ru/facebook
Image caption مېک ۳۱ تمرین کې کونزل توغندي لېږدوي.

که سبا موسم ښه وي، نو هوايي ځواکونه به خپلې چورلکې او جنګي الوتکې هم نندارې ته وړاندې کړي.

مېګ ۳۰ جنګي الوتکه دا وړتیا لري چې هر ډول بله الوتکه یا شی له منځه یوسي.

دا لومړی ځل دی چې د کنزل په نوم الوتک ویشتونکې توغندي سره سمبالېږي.

روس خپل هوايي ځواک ته دا هم د ویاړ په ډول وړاندې کوي.

اېس یو ۷۵ سټلیټ فایټر چې ټي ۵۰ هم ورته ویل کېږي.

دا هم په هغو وسلو کې ده چې د سوریې جګړه کې کارېدلې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اېس یو۵۷ الوتکه اوس د روس د MiG-29 او Su-27 جنګي الوتکو ځای نیسي