د دوو میندو او یو پلار زوی په طبابت کې نوی انقلاب وبلل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دا لومړنی انسان نه دی چې د زېږېدلي یا متولد په توګه د دریو کسانو جین لري، خو په کوم ډول چې د دغه ماشوم زوکړه وشوه بېخي نوی و.

د دغه نوزیږي ماشوم د مور د حجرو میتوکندري کې، داسې یوه ارثي نیمګړتیا وه، چې له امله یې اولاد د عصبي سیستم په کلکې ناروغۍ اخته کېدلی شي.

تر دې وړاندې د دې اردنۍ جوړې دوه نور اولادونه د همدغې ناروغۍ له امله مړه شوي وو او امریکايي ډاکټرانو د میتوکندري د لېږدولو په مټ دغه کار په مکسیکو کې وکړ، ځکه چې امریکا کې تر اوسه دې کار ته اجازه نه ورکوي.

د میتوکندري لېږد کې چې اصلاً د له وجوده د باندې القاح یو ځانګړی ډول دی، د ښځینه هګۍ بښونکې ښځې د هګۍ زړی د باندې راوړل کېږي او پر ځای یې د اصلي مور جینيټيک مواد ځای پر ځای کېږي.

* د ماشومانو ختنه کول د اېډز خطر کموي

* له یو میلیون ډېر افغان ماشومان نشه یان دي

* یو باز د ماشوم وړلو هڅه کړې

د انځور حقوق NEW HOPE FERTILITY CENTRE
Image caption له دي مخکي خاوند او ميرمني نوزیږي دوه ځلې مړه شوي و، خو دا ځل د یوې بلې ښځې د هګۍ زړي د دوی ماشوم وژغوره.

دا کار د پلار له سپرم سره د دغې هګۍ له القاح هم وړاندې او هم وروسته ترسره کېدی شي. په دې ډول اصلاح شوې ژونکې یا حجرې، د مور جینونه او د بلې ښځې میتوکندري لري. وروسته تر دې القاح شوې هګۍ د مور په رحم کې کرل کېږي.

دغې بحث پاروونکې تګلارې ته بریتانیا کې هم اجازه ورکړل شوې.

د انځور حقوق PA
Image caption ساینسپوهان دا پرمختیا د مورزادي ناروغیو په درملنه کې انقلاب بولي.

بریتانیا کې هم د مور او هم د هګۍ بښونکې ښځې هګۍ د پلار له سپرم سره یوځای کېږي او وړاندې تر دې چې د حاصل هګۍ تقسیم پیل شي، د بښونکي هګۍ هسته یا زړی د باندې راوړل کېږي او د مور د هګۍ هسته یې پر ځای کېښودل کېږي.

خو دا چې دغه اردنۍ مېرمن او مېړه یې مسلمانان وو، د القاح ته رسېدلو حجرو له منځه تلل یې نشو منلی، نو ډاکټر جان ژانګ له بلې طریقې کار واخیست.

د مور د هګۍ هسته یې د بښونکې هګۍ د زړي پر ځای کېښوده او وروسته له هغه یې د پلار له سپرم سره یوځای کړل.

ساینسپوهان په دې ډول د دغه ماشوم زوکړه، د مورزادي ناروغیو درملنه کې یو انقلاب بللی دی.

ورته مطالب