سامسنګ: پېرودونکي دې ګلکسي نوټ ۷ موبایل کارول ودروي

د انځور حقوق Reuters

د ګلکسي نوټ ۷ رغول شویو ټېلفونو د اور اخستو تر رپوټونو وروسته د سامسنګ شرکت ددغو موبایلونو له درلودونکو غوښتي چې د څېړنو تر بشپړېدو پورې یې له کارولو ډډه وکړي.

د سوېلي کوریا دغه شرکت همداراز وویل، په ټوله نړۍ کې ددغه ټېلفون خرڅلاو بندوي.

سامسنګ ویلي؛ د پېرودونکو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او ددې ستونزې لرې کولو هڅه کوي.

سامسنګ په سپتمبر میاشت کې له ځینو راپورونو خپرېدو وروسته چې د ګلکسي ټېلفونو بټرۍ چوي، د بیارغونې په موخه د ۲،۵ میلیونه ټېلفونونو بېرته ګرځولو غوښتنه وکړه.

دغه شرکت وروسته خپلو مشتریانو ته وویل چې ټېلفونونه یې خوندي دي.

خو له هغه راهیسې په امریکا کې دوه ځله ګلکسي نوټ ۷ ټېلفونو اور اخستی دی. یوه پېښه یې تېره اونۍ وه چې ددغه شرکت لخوا خوندي ګڼل شوې وه او د امریکا د ساوت ویسټ هوایي شرکت الوتکه کې یې اور واخست.

سامسنګ د دوشنبې په ورځ وویل، "دا چې د مشتریانو خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی، سامسنګ په ټوله نړۍ کې له خپلو پلورونکو غواړي په داسې حال کې چې څېړنې روانې دي د ګلکسي نوټ ۷ خرڅول او بدلول بند کړی."

"د اصلي ګلکسي نوټ ۷ یا د هغه ځایناستي ګلکسي نوټ ۷ اخستونکي باید د بټنې په کېکاږلو سره ټېلفون په بشپړ ډول بند کړي او ویې نه کاروي."

وړاندې په امریکا او بریتانیا کې ځینو پلورونکو شرکتونو په بټرۍ کې د ستونزې له امله د ګلکسي نوټ ۷ ټېلفونونو خرڅول بند کړل.

ددغو راپورونو خپرېدو سره په اسیایي بازارونو کې د سامسنګ ونډې ۴ سلنه ولوېدې.

د انځور حقوق PA

د ګلکسي نوټ ۷ ټېلفون د اګست په ۱۹ بازار ته راغی چې منتقدینو او مشتریانو یې ستاینه وکړه.

دا ټېلفون د سامسنګ وروستی تولید دی چې د لویې صفحې درلودو له امله فوبلټ بلل کېږي. فوبلټ د فون او ټبلېټ له کلمو اخستل شوې.

په دغه ټېلفون کې د سترګو کسي سکېنر لګول شوی چې د ټېلفون قلف د خاوند د سترګو په پېژندلو خلاصېږي.

خو ددې ټېلفون بټرۍ چې په بېلابېلو هېوادونو کې تولیدېږي، ځینې ستونزې راولاړې کړي چې لامل شوي پېرودونکي ورته دومره زړه ښه نه کړي.

ورته مطالب