د بي بي سي پښتو وېبپاڼه په نوې بڼه خپره شوه

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption د ستاسې غږ يوه پاڼه هم لرو چې ستاسو نظرونو، تبصرو، ويډيوگانو، عکسونو او نورو په زړه پورې مطالبو ته ځانگړې شوې.

د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ليدونکو، کارونکو او لوستونکو، زموږ وېبپاڼه د نوي لمريز کال په لومړۍ ورځ په نوې بڼه خپره شوه.

هڅه مو دا ده چې په پاڼه کې په دغو نويو بدلونونو تاسو ته د دغې پاڼې کارول، لوستل او ليدل لا اسانه کړو.

په بدلونونو کې ، لکه څرنگه چې يې وينئ نه يوازې د پاڼې طرح يا ديزاين له پخوانۍ هغې سره توپير لري بلکې د عکسونو کچه او د ويديو خپرولو بڼه يې هم په لا لويې بڼې وړاندې شوې.

د حروفو اندازه هم يو څه لويه او بدله ده.

ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک، ټوېټر او گوگل پلس ته هم له وېبپاڼې د لا اسانه ليږد هڅه شوې ده.

په نوې بڼه کې مو د پخوانيو پاڼو، کور پاڼه، افغانستان، نړۍ او لوبو ترڅنگ ځينې نورې هم چمتو کړي دي.

پښتونخوا به مو د خيبر پښتونخوا او بلوچستان پېښو ته ځانگړې کتنه کوي.

د ويديو او غږ پاڼه کې مو وروستۍ ويديوگانې ليدلى شئ، په غږ کې رپوټونه ، مرکې او خپرونې اوريدلى شئ او د ورځې عکسونه او نور البمونه هم په کې شوي دي.

د دې پاڼو ترڅنگ د ستاسې غږ يوه پاڼه هم لرو چې ستاسې نظرونو، ويډيوگانو، عکسونو او نورو په زړه پورو مطالبو ته ځانگړې شوې ده.

هيله مو دا ده چې په دې ډول تاسو د پاڼې د کارولو پر وخت هغو برخو ته وار د واره ورشئ چې غوښتنه يې لرئ.

که مو پر دغو بدلونونو کوم نظر درلود لطفآ راسره شريک يې کړئ، ستاسو نظر ته درناوى لرو او تر خپله وسه به پام ورته کوو.

ورته مطالب