بي بي سي افغانان غږوي

د خپريدو وخت: 13:51 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

هره اوونۍ د نړۍ په لرو بر کې بي بي سي ٢٣٩ ميليونه وگړي اوري، ويني يا لولي.

په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتلو مودې په رانژدې کېدو د افغانستان لپاره د بي بي سي خپرونې په پښتو او دري ژبو د ځينو ځايي راډيوگانو په ملگرتيا يوه اوونۍ ځانگړي پروگرامونه وړاندې کوي چې افغانان د خپل هېواد پر راتلونکي بحث ته وهڅوي.

د بي بي سي پښتو او دري دغو پروګرامونو کې به په څلورو مهمو برخو، امنيت، فساد، اقتصاد او د سولې پر هڅو غور او بحث کېږي.

بي بي سي به د پنځو ورځو په ترڅ کې د افغانستان له لرو بره او په نوره نړۍ کې افغانان سره مخامخوي چې يو له بل سره خپلې هيلې، اندېښنې او وېرې شريکې کړي.

د بي بي سي دا خپرونې به په افغانستان کې دننه له ملي راډيو، سلام وطندار شبکې، کليد راډيو او نوا راډيو په گډون شاوخوا ١٠٠ ځايي راډيوگانې د پژواک خبري اژانس په همکارۍ په ژوندۍ بڼه او يوۀ وخت خپروي.

د افغانستان لپاره د بي بي سي د خپرونې مسوول لطف الله لطيف وايي: " د افغانستان په لرو بر کې اورېدونکي بي بي سي د باوري خبرونو او خپلواکو شننو د يوې سرچينې په توگه پېژني.

د ځايي راډيوگانو په ملگرتيا به موږ لا ډېرو خلکو او اورېدونکو ته لار مومو او دوى ته به پر داسې مهمو مسايلو خبرو زمينه برابروو چې په لنډ راتلونکي به ورسره خامخ وي."

د افغانستان لپاره به د بي بي سي خپرونې له هغو مهمو تگلار جوړونکيو سره هم چې د افغانستان راتلونکي ټاکنه کې رول لري، دوه ساعته ژوندى بحث خپروي.

د اورېدونکو پوښتنې او تبصرې به د دغه بحث گډونوالو مخ ته اېښودل کېږي. دغه بحث د دسمبر پر ٧ مه نېټه د افغانستان پر وخت د ماښام له شپږ بجو او ٣٠ دقيقو څخه د دغې لړۍ د وروستۍ خپرونې په توگه وړاندې کېږي.

دغه خپرونې د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼې او د فارسي وېبپاڼې له لارې هم ترلاسه کېداى شي.

لومړی پروګرام يې د کلېکاږل دوشنبې پر ورځ د دسمبر پر ۳ مه خپرېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .