سکاټلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته افغان لوبډله ایرلنډ‌ ته لاړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان لوبډله له سکاټلنډ نه دوو یو ورځنیو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته د ایرلنډ‌ پر لور خوځېدلې.

د یکشنبې په ورځ، د جولای ۱۰، افغانستان له ایرلنډ سره په بلفاسټ کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لومړنۍ هغه ترسره کوي.

د چارشنبې پر ورځ د افغانستان ملي لوبډلې د سکاټلنډ لوبډلې ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه.‌

په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته چې افغانستان یې په مټ کې سکاټلنډ ته په کې ماتې ورکړه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ مخامخ کېدل دي.

د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه چې د جولای په شپږمه وه د ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

سکاټلنډ او ایرلنډ‌

له سکاټلنډ سره دوو لوبو به افغان لوبغاړو ته د تمرین ښه موقع ورکړې وي خو په عین حال کې دوی په دې پوهيږي چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ښايي یوازې هوا او لوبغالي سره ورته وي نه لوبډلې.

سکاټلنډ د چارشنبې په ورځ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو بیا یې هم د افغان لوبډلې تجربې او استعداد ته هڅې بې پایلې پاتې شوې.

په ۱۵۶ منډو د افغانستان نیمايي لوبډله سوځېدلې وه او لا هم ۲۰ اوورونه پاتې وو، خو سکاټلنډ له دې دریځه هم ګټه وانه خیستلای شوای.

ایرلنډ چې تر سکاټلنډ هم ډېر مستعد لوبغاړي لري او هم یې د نړیوالو لوبه تجربه ډېره ده ښايي له دغه ډول دریځه پوره ګټه واخلي.

له سکاټلنډ سره په دواړو یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبغاړي داسې وخت وسوځېدل چې په لوبغالي کې تر څه وخته ولوبېدل، سترګې یې رڼې شوې او توپ ورته سم ښکارېده.

په داسې حالت کې د لوبغاړو سوځېدل د سکاټلنډ په څېر لوبډلې سره ښايي کار ورکړي خو د ایرلنډ او یا تر هغو هم د پياوړو لوبډلو سره په سیالو کې به خورا تاواني وي.

له سکاټلنډ سره په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې شهزاد په ۸۴ منډو وسوځېد. په داسې توپ چې بالر تر عادي سرعت ورو غورځولی و او داسې ښکارېده چې ښايي افغان ستوری ستړی شوی وي.

رحمت شاه په لومړنۍ لوبه کې سلیزه وکړه په دویمه کې هم خورا ښه روان و خو بیا په توپ ولګېد او تر ډېره لوبه ایساره شوه.

له ټپ نه وروسته رحمت شاه هغه نه و چې وړاندې ښکارېده.په داسې شارټ وسوځېد چې د ده غوندې منډه جوړونکي یې باید ونه وهي.

خو افغان بالرانو هغه ضعف چې ښايي منډه جوړونکو وښوده یو وار بیا پوره کړ.

راشد ارمان بې جوړې و، نبي د تل غوندې د باور وړ و، میرویس د منډو مخه نیوله ، شاپور او دولت ځدراڼ که منډې هم ورکولې د سوځولو توان یې هم لاره.

خو حمید حسن چې په لومړۍ لوبه کې ولوبېده په دویمه کې بیا ټپي و او ونه لوبېده.

د حمید نشتوالی ښايي سرخوږی جوړ کړي خو که حمید نه وي افغان بالران بیا هم ښايي ایرلنډ ته لوبه ګرانه کړي، اصلي سیالي به د افغان منډه جوړونکو وي چې بالرانو ته د دفاع وړ منډې کولی شي که نه.

ورته مطالب