د بى بى سى دژورناليزم پوهنځى
 


د بي بي سي ژورناليزم پوهنځى او نړيواله څانگه وياړي چې پر شپږو نورو ژبو هم ځانگړي لارښودونه خپروي: پښتو، اندونيزيايي، سوهيلي، ازبکي، آذري او قرغزي. دا به د هغو ژبو ليکلړ پسې اوږد کړي چې وار دمخه پرې همدا سږکال ورته لارښودونه راوتلي وو: عربي، چيني، اردو، روسي او فرانسوي.

په دې لارښودونو کې د بي بي سي ژورنالستانو له ژورو تجربو او تخصصي معلوماتو نه چې د کلونو په اوږدو کې راټول شوي، گټه پورته شوې او خوښ يو چې د نړۍ د گوټ گوټ له ژورنالستانو سره يې شريکوو. د لارښودونو ټينگار پر دې دى چې څنگه په ژورناليزم کې هرڅه بالاخره پر ژبې راڅرخي. ددې لپاره چې د ژورناليزم پر ارزښتونو وغږېداى شو، په کار ده چې ددغو ارزښتونو په بيان کې د ژبې پر ونډې وپوهېږو.

دا يوازې لومړى گام دى. هيله مو داده چې دا پاڼې لا ډېرې شي او د ژورناليزم او ژبې په برخه کې د يوه بشپړ لارښود بڼه غوره کړي.

بي بي سي

 
 
لومړى مخ
^^ أعلى الصفحة لومړۍ پاڼه