د دوبۍ ټېسټ لوبو کې د پاکستان اظهرعلي ۳۰۰ منډې؛ پر وسټ انډیز سخت فشار دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اظهر علي په متحده عربي اماراتو کې کرکټ لوبو کې ترټولو د ډېرو منډو جوړوونکي لوبغاړی شو

د کرکټ په ټسټ لوبې کې د وسټ انډیز پرخلاف د اظهر علي درېیو سلیزو د پاکستان دریځ پیاوړی کړی دی.

اظهر علي څلورم پاکستانی کرکټ لوبغاړی دی چې په ټېسټ لوبو کې ۳۰۰ منډې جوړوي. ترده وړاندې حنیف محمد، انضمام الحق او یونس خان دا ریکارډ جوړ کړی دی.

پاکستان د لوبې په دویمه ورځ په لومړني اننګز کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۵۷۹ منډې وکړې.

اظهر علي ۳۰۲ او کپتان مصباح الحق ۲۹ منډې وکړې او ونه سوځېدل. د لوبې پایته رسېدو پرمهال وسټ انډیز ۶۹ منډې کړې وې او یو لوبغاړی یې سوځېدلی و.

له فالو آن نه د ځان ساتنې لپاره لا هم ۳۱۱ منډو ته اړتیا ده.

اظهرعلي او اسد شفیق د پاکستان پاڼۍ له ۲۷۹ منډو پیل کړه. شفیق د ۶۷ منډو په جوړولو د وسټ انډیزي لوبغاړي دیوندرا بشو په بال او د همغه په لاسونو کېچ شو. دغو لوبغاړو د ۱۳۷ منډو جوړولو ملګرتیا وکړه.

اظهرعلي چې په لومړي ورځ یې د ۱۷ منډو کولو وروسته کېچ خطا شوی و سلیزه پوره کړې وه او د لوبې په دویمه ورځ چې لا یې د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۹۰ منډې جوړې کړې وې یوځل بیا ورسره بخت یاري وکړه او کېچ یې خطا شو او دویمه سلیزه یې هم پوره کړه.

اظهر علي په دغه اننګز کې هم ځینې مهم ریکارډونه جوړ کړل.

تردغه اننګز وړاندې د هغه ترټولو ښې انفرادي منډې ۲۲۶ وې چې تېر کال یې د بنګله دېش پرخلاف پلازمېنه ډاکه کې جوړې کړې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وسټ انډیز بالرانو ونشوای کولی پر پاکستاني توپ وهونکو فشار راولي

اظهر علي په دوبۍ کې په شویو ټسټ لوبو کې د ډېرو منډو ریکارډ چې د سوېلي افریقا لوبغاړي ګرېم سمیت په ۲۰۱۳ کال کې جوړ کړی و او د پاکستان پروړاندې یې ۲۳۴ منډې کړې وې، په خپل نوم کړ.

تر هغه وروسته په عربي متحده اماراتو کې جوړ شوی بل ریکارډ به هم دده په نوم شي چې د سوېلي افریقا اې بي ډیویلیرز د پاکستان پروړاندې په ۲۷۸ منډو سره په خپل نوم ثبت کړی و.

اظهرعلي همداراز د پاکستان په کرکټ کې لسم لوبغاړی چې په لوبو کې ۴۰۰۰ منډې یې جوړې کړې دي.

پاکستاني کپتان مصباح الحق د اظهرعلي تر درېیو سلیزو پوره کېدو وروسته نوموړی ډکلیر کړ.

د وسټ انډیز لخوا دېوندرا بشو دوه وېکټې واخستې.

و وسټ انډیز لپاره ددغه خورا ستر هدف پوره کولو لپاره د ښه پیل اړتیا وه خو چانس ورسره ملګرتیا ونه کړه او لیون جانسن یوازې د ۱۵ منډو په جوړولو د یاسرشاه په بال ال بي ډبلیو شو.

د لوبې په پای کې کرګ بریت وېټ ۳۲ او ډېرن براوو ۱۴ منډو باندې ناسوځېدلي پاتې و.