کرېکټ: د زرو کورنیو لپاره مرسته را ټوله شوه

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د کندوز د جنگ ځپلو لپاره يې د شل اوريزې لوبې په مټ تر اوسه دومره څه ټول کړي چې د دوى په وينا د زرو کورنيو اړتيا پوره کولى شي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د خپل ډول په یوه نوې هڅه کې د جګړه ځپلو سیمو له خلکو سره مرستې ته ملا تړلې داسې چې غواړي د کرېکټ سیالیو کې د پلورل کېدونکو ټکټونو پیسې به د جګړې کړاو ځپلو ته د مرستې په ډول کاروي.

د کندوز زیانمنو شویو لپاره د کریکټ 'خیریه سیالي' کېږي

د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو خپراوي ته د ټویټر او فېسبوک لیوالتیا

د افغانستان کرېکټ بورډ بي بي سي ته وويل، چې د کندوز د جنگ ځپلو لپاره يې د شل اوريزې لوبې په مټ تر اوسه دومره څه ټول کړي چې د دوى په وينا د زرو کورنيو اړتيا پوره کولى شي.

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان کرېکټ بورډ بي بي سي ته وويل، چې د کندوز د جنگ ځپلو لپاره يې د شل اوريزې لوبې په مټ تر اوسه دومره څه ټول کړي چې د دوى په وينا د زرو کورنيو اړتيا پوره کولى شي.

د کرېکټ بورډ مشر نسيم دانش، وويل، تر اوسه يې د ١٥ زره ډالرو په ارزښت درمل ٥٠٠ کڅوړې غوړي ٣٠٠ بوجۍ اوړه يو نيم ميليون نغدې افغانۍ ټولې کړي دي.

کرېکټ بورډ وايي نيت لري چې د نورو جنگ ځپلو سيمو لکه هلمند او اروزگان لپاره هم په راتلونکي کې دغه ډول هڅې وکړي.

لوبه چا وگټله يا و نه گټله نوره نو مهمه نه ده ځکه لوبغاړو ته د لوبې لوی هدف روښانه دی له بېوزلو هېوادوالو سره یې دلاس نیوي موخه.

په دې سیالۍ کې چې د جمعې له سهار د کابل په کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې ګڼ خلک نندارې ته ورغله او ډېرو د خپلې رخصتۍ ورځ همدغلته په لوبغالي کې تېره کړه.

د انځور حقوق ACB
Image caption افغانستان کې په هنر او لوبو د خیرښېګڼې چاره یو څه نوې ده او ډېره مخینه نه لري، خو د کرېکټ دا سیالۍ یې د دودلو یوه ښه لاره بلل کېږي.

لوبغاړو په دغه شل اوریزو سیالیو د ګټې ځغاسته تر ډېره د مینې او احساس په منډو اړولې وه په شپږیزو، څلوریزو او تېزو منډو یې خپل مینه وال خوښ ساتل.

د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب د لوبې په نیمه ورځ د لوبغالي په یوه څنډه کې بي بي سي سره خبرې کولې داسې خبرې چې له تندي یې ښکاریده چې نن له نورو ټولو ورځو یوې جلا سیالۍ کې ځان ستړی کړی.

د انځور حقوق ACB
Image caption ګلبدين نايب وايي، "زه له خپلو ټولو هېوداوال او سوداګرو غواړم چې خپل بې وسه وطنوال هغوی چې سختو حالاتو کې دي مرسته ورسره وکړي ، خدای ته مې دا هیله ده چې نور دې افغانستان کې بدې ورځې نه وي".

ګلبدين نايب وايي، "ریښتیا هم ما ته نننۍ لوبې عجیبه وې او دا د کرېکټ بورډ او د کرېکټ د لوبغاړو یو نیک ګام و چې موږ پرې ورګډ کړو ، زه له خپلو ټولو هېوداوال او سوداګرو غواړم چې خپل بې وسه وطنوال هغوی چې سختو حالاتو کې دي مرسته ورسره وکړي ، خدای ته مې دا هیله ده چې نور دې افغانستان کې بدې ورځې نه وي".

د لوبې نندارچیانو افغان کرېکټ ستوري په لاس پړکولو او شور او ځوږ بدرګه کول ښايي ځینو د کرېکټ له مينې سره د خیر ښېګڼې په فکر هم دغلته د نندارې لپاره وخت بیل کړی و.

خو ډېر داسې هم و چې غوښتل افغان کرېکټ ستوري له نږدې وګوري ځکه چا چې د ټلویزون پر پرده ملي لوبډله لېدلې وه د لوبې مخامخ لیدنه یې یو لویه هیله وه.

د انځور حقوق ACB
Image caption په دې سیالۍ کې چې د جمعې له سهار د کابل په کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې ګڼ خلک نندارې ته ورغله او ډېرو د خپلې رخصتۍ ورځ همدغلته په لوبغالي کې تېره کړه.

افغانستان کې په هنر او لوبو د خیرښېګڼې چاره یو څه نوې ده او ډېره مخینه نه لري، خو د کرېکټ دا سیالۍ یې د دودلو یوه ښه لاره بلل کېږي.

افغان ملي لوبډله چې د دې سیالۍ لپاره خپلو کې دوه ډلګۍ شوې وه د لوبې پر جامو یې دا لیک "سوله او ژوند" د ډېرو سترګو ته خوږه هیله ورکولی شي څه چې د افغانانو لپاره د هر سهار د پیل او هر ماښام د راتلو لپاره پر تندي جوړېدونکې کرښي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب