ټېنس: بریتانوي اندې مورې نړۍ کې لومړی ځای خپل کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption اندې مرې ۱۲ سیالیو کې د ۱۱ پایلوبې ته رسېدلی

کله چې د کاناډا ټېنیس لوبغاړی میلوس راونک د پاریس ماسټرز سیالیو له نیمه پایلوبې لاس پر سر شو، ورسره د بریتانیا ټینیس وتلی لوبغاړی اندې مرې د نړۍ د ټېنیس لوبغاړو په کتار کې لومړی ځای خپلولو ته نژدې شو.

د جمعې په ورځ چې د نړۍ لومړي مقام درلودونکي لوبغاړي نوواک جوکووچ د مارین چیلچ پر وړاندې منځلوبه کې سیالي وبایلله ۲۹ کلن اندې مورې د لومړي مقام تر لاسه کولو لپاره یوازې د پاریس ماسټرز پایلوبې رسېدو ته اړتیا درلوده.

له دې وروسته به د دوشنبې په ورځ د نړیوال رینکینګ یا درجه بندۍ شمېرې خپرې شي او وروسره به د اندې مورې لومړی مقام هم تایید شي.

خو راونک د شنبې ورځې له لوبې مخکې اعلان وکړ، چې ټپي دی.

اندې مورې به د نړیوال کمپیوټري رینکینګ له مخې چې ۱۹۷۳ کې پیل شوی لومړی بریتانوی وي، چې دغه مقام ته رسېږي.

د یکشنبې په ورځ به اندې مورې په پایلوبه کې له جان ازنر سره د لوبې ډګر ته ووځي.

نړیواله درجه بندي

د ټېنس لوبغاړو په درجه بندۍ کې جوکووچ له تېرو ۱۲۲ اونیو راهیسې لومړی ځای نیولی. نوموړي د ګرانډ سلم درجه د جون میاشت کې فرینچ اوپن کې اندې مورې ته له ماتې ورکولو سره بشپړه کړه. اندې مورې له ۱۲ سیالیو نه د ۱۱ پایلوبې ته رسېدلی او د کال اوږدو کې یې ۷۳ لوبې ګټلې دي.

بل لور ته ۲۵ کلن راونک ویلي د شنبې په ورځ یې د لوبې له ګټلو وروسته پښې درد کاوه، چې وايي له معایناتو وروسته معلومه شوه، چې د پښې پله یې پرې شوې ده.