ګواردیولا: تر نیمې شپې وړاندې سکس د مسي نه ټپي کېدو راز

د انځور حقوق Getty Images

د منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې اسپانوی روزونکی پېپ ګواردیولا له خپلو لوبغاړو غواړي چې تر نیمې شپې وروسته جنسي اړیکو نه ډډه وکړي.

د منچسټر سیتي د لوبغاړي سمیر نصري په وینا چې اوسمهال په قرضي ډول سویا کې لوبه کوي، ګواردیولا له خپلو لوبغاړو غوښتي ان په هغو شپو کې که په سبا یې لوبه هم ونه لري غوښتي چې دا قانون مراعات کړي ترڅو د شپې ښه خوب وکړای شي.

ګواردېولاهمداراز ویلي؛ دې مسالې مرسته کړي چې د بارسلونا ارجنټاینی لوبغاړی لیونل مسي ټپي نشي.

+ پر سر فوټبال وهل حافظه 'اغېزمنوي'

+ د پاکستان فوټبال لوبغاړې شاه لیلا بلوڅ ترافیکي پېښه کې ومړه

نصري چې وروستیو ورځو د لېږدونو لړ کې په قرضي ډول سویا ته لېږل شوی یوې فرانسوۍ ټلویزیوني شبکې ته ویلي؛ "هغه غواړي لوبغاړي یې ډنګر او برابر وی.

ګواردیولا پر لوبغاړو ډېر خوراکي توکي منع کوي، خو ترټولو مشهوره خبره یې زموږ د رخصتي تر ورځې وړاندې دا ده چې تر نیمې شپې وروسته سکس ونه کړو. ان دا سپارښتنه یې د هغو شپو لپاره هم ده چې په سبا یې لوبه هم ونه لرو، ځکه چې هغه غواړي لوبغاړي ښه ویده شي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګواردیولا پر لوبغاړو ډېر خوراکي توکي منع کوي، خو ترټولو مشهوره خبره یې دوی ته دا ده چې تر نیمې شپې وروسته سکس ونه کړئ

نصري چې په ۲۰۱۱ کال کې منچسټر سیټي سره یې لوبه پیل کړه همداراز وویل: "ګواردیولا وویل چې دا خبره یې مسي ته کړې او مسي تر هغې وروسته نور د عضلاتي ټپونو سره نه دی مخ شوی."

نصري په دغه موسم کې منچسټر سیټي ته لوبه وکړه او وروسته د اسپانیا لیګ ته لاړ. ګواردیولا تر موسم وړاندې تمرینونو کې د اضافي وزن لرلو له امله نصري ته له نورو اصلي لوبغاړو سره د تمرین اجازه ورنکړه.

دغه فرانسوي لوبغاړي وویل: "ګواردیولا په وار وار ماته وویل چې وضعیت دې ښه نه دی او یو ځل یې آن د بوټ په څوکه ووهلم."

نصري په دغه موسم کې سویا لپاره ۱۰ لوبې کړې دي او درې ګولونه یې وهلي دي.

اړونده مطالب