د بنګله دېش په لیګ کې د نبي کم سارې لوبه

د انځور حقوق BCB
Image caption نننۍ لوبه کې پچه راجشاهي ګېنګ وګټله او د چټاکانګ ویکینګ لوبډلې ته یې د بټنګ بلنه ورکړه

افغان ستوري محمد نبي د بنگله دېش په ليگ شل اوريزو سياليو کې نن په ۳۷ توپونو ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نبي چې تر اوسه يې په توپ اچوونه کې د پام وړ برخه لرله دغه منډې د ۶ شپږيزو او ۶ څلوريزو په مرسته وکړې.

نبي د چټاګانګ لوبډلې لپاره لوبېږي په ۲۵ توپونو يې خپله پنځوسیزه ووهله.

تر اوسه د بنګله دېش په دغه شل اوریزو لیګ سیالیو کې یوه لوبغاړي هم دومره ډېرې منډې نه وې کړې.

حمید حسن لندن کې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو

بنګله دېش غوره لیګ: افغان لوبغاړي محمد نبي څلور وېکټې تر لاسه کړې

د سږکال لیګ کې د نبي په ګډون، شهزاد محمدي او راشد خان هم لوبېږي.

نننۍ لوبه کې پچه راجشاهي ګېنګ وګټله او د چټاکانګ ویکینګ لوبډلې ته یې د بټنګ بلنه ورکړه.

د انځور حقوق BPL
Image caption نبي خپله لومړنۍ شپږېزه په ۱۳ اوور کې د ویسټ اینډرز پر تکړه توپ اچوونکي ډرن سامي ووهله

له راجشاهي ګېنګ سره سیالۍ کې د چټاکانګ ویکینګ پیل ښه نه و. د څلورو کسانو په سوځېدلو يې ۶۸ مڼدې کړې وې.

کله چې نبي د لوبې ډګر ته راغی دغې لوبډلې ۱۰۵ منډې لرلې.

نبي خپله لومړنۍ شپږېزه په ۱۳ اوور کې د ویسټ اینډرز پر تکړه توپ اچوونکي ډرن سامي ووهله.

د نبي لوبډلې چټاکانګ په۲۰ اوورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۰ مڼدو هدف وټاکه.

که څه هم په لومړینو اوورونو کې راجشاهي ګېنګ لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه خو وروسته یې پښه وښوېدله.

ګواردیولا: تر نیمې شپې وړاندې سکس د مسي نه ټپي کېدو راز

د بنګله دېش په لیګ کې د نبي کم سارې لوبه

په ۱۷ اوور کې د ډرن سامي ویکټه د راجشاهي وروستي هیله وه چې ولوېدله.

په پای کې راجشاهي په ۱۹ منډو دغه لوبه وبایلله.

نبي د لوبې غوره وبغاړی وبلل شو.

د نن په يوه بله لوبه کې د شهزاد ناسوځېدلې پنځوسيزې د راشد خان لوبډلې ته ماتې ورکړې.

راشد خان په څلورو اورونو کې ٣٢ منډې ورکړې خو څوک يې ونه سوځول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سږکال لیګ کې د نبي په ګډون، شهزاد محمدي او راشد خان هم لوبېږي.

اړونده مطالب