لیونل مېسي له افغان ماشوم سره ولیدل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
لیونل مېسي له افغان ماشوم سره ولیدل او هغه یې له ځان سره لوبغالي ته بوتلو

هغه افغان ماشوم چې له پلاستیکي کڅوړې یې ځانته د وتلي لوبغاړي لیونل مېسي کمیس جوړ کړی و او پر انټرنیټ یې عکسونه لاس په لاس شول نن له خپل اتل مېسي سره ولیدل.

د ۶ کلن مرتضی احمدي عکسونه په جنورۍ کې خپاره شول چې وروسته مېسي د بارسلوانا کلب یوه جوړه جامې لاسلیک کړې او دغه ماشوم ته یې واستولې.

د قطر ۲۰۲۰ کال نړیوالو اتلولیو کمیټه وايي میسي او مرتضی په دوحا کې سره ولیدل.

د انځور حقوق Supreme Committee
Image caption مرتضی له مېسي سره په دوحه کې ولیدل

د برسلونا لوبډلې په قطر کې د الاحلی سره د سې شنبې پر ورځ دوستانه لوبه وکړه چې مېسي مرتضی لاس په لاس لوبغالي ته بوتلو.

د سې شنبې پر ورځ د فوټبال سترې کمیټې په خپل ټویټر ولیکل: هغه انځور چې نړۍ یې لیدل غوښتل. ۶ کلن هلک چې د خپل اتل مېسي د لیدلو خوب یې درلود، پوره شو.

رونالډو ۴ ځل د کال غوره فوټبالر ویاړ او د سرو توپ جایزه وګټله

بارسلونا له خپلو دوو ستورو سره د قرارداد غځولو په درشل کې

د لیونل میسي مینه وال افغان ماشوم بالاخره اصلي کمېس وموند

د غزني ولایت اوسېدونکی مرتضی احمدي په مئ میاشت کې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شو.

د انځور حقوق Twitter/joynaw5
Image caption مرتضی چې له پلاستیکي کڅوړې یې د جوړ شوي کمیس عکسونه پر انټرنټ خپاره شول

بي بي سي مرتضی د خپل کاکا اعظیم احمدي په مرسته، چې په استرالیا کې اوسېږي، پیدا کړ او د دې له پلار عارف سره یې خبرې وکړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب

د بي بي سي په نور پاڼو کې