کرېکټ: نجیب او جنت د متحدو اماراتو بېړۍ ډوبه کړه

نجیب ځدران د انځور حقوق Sportsfile
Image caption د دې لوبو دوه نورې یې د ډسمبر په شپاړسمه او اتلسمه نیټه ترسره کېږي

د کرېکټ شل اوریزو دریو سیالیو لومړنۍ لوبه کې افغانستان کوربه هېواد متحدو عربي اماراتو ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې ۱۸ کلن جنت او نجیب ځدران ښه لوبه وکړه.

نجیب ځدران په ۱۰ توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او کریم جنت چې دا يې لومړنۍ شل اوریزه لوبه هم وه ۳ لوبغاړي وسوځول.

محمد شهزاد په ۲۹ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې.

راشد ارمان او فرید احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

+ راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول

+ کرېکټ: د زرو کورنیو لپاره مرسته را ټوله شوه

+ لیونل مېسي له افغان ماشوم سره ولیدل

د متحده عربي اماراتو لوبغاړو لوبه تر شلو اورونو وغځوله او د اوو کسانو په سوځولو یې ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

د متحده عربي اماراتو له خوا رمیز شهزاد په ۳۲ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې او شایمان انور په ۲۷ بیا ۳۴ منډې وکړې.

روحان مصطفی چې په دې وروستیو کې ښه لوبېږي په ۲۳ توپونو ۲۵ منډې جوړې کړې او د کریم جنت په توپ اوټ شو.

د انځور حقوق ACB
Image caption نجیب ځدران په ۱۰ توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او کریم جنت چې دا يې لومړنۍ شل اوریزه لوبه هم وه ۳ لوبغاړي وسوځول.

د دې کال په پیل کې له اسیايي اتلولیو پرته، د کوربه هېواد لوبډله سږکال په ۲۰ اووریزو سیالیو کې نه ده لوبېدلې او په هغې اتلولۍ کې یې هم یوه لوبه ونه ګټله.

خو د متحده عربي اماراتو دغې لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه او هیله یې دا ده چې د شل اوریزو په دې درېو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو په ګډون سږکال ډېرې شل اوریزې لوبې وکړې. سکاټلند، زیمبابوې او هانګانګ ته ماتې ورکولو سره یې ځان د ۱۰ سر لوبغاړو کچې ته ورساوه.

د دې لوبو دوه نورې یې د ډسمبر په شپاړسمه او اتلسمه نیټه ترسره کېږي.

ورته مطالب