د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"

نیسم دانش د انځور حقوق FB
Image caption په دې وروستیو کې پر نیسم دانش او شفیق ستانکزي دوو لوبغاړو نیوکې کړې وې چې دوی یې په قصدي ډول ګوښه کړي دي

یوې سرچیني بي بي سي ته وویل چې د کرېکټ بورډ د مشر نیسم دانش پر ځای نوی مشر ټاکي. دغه سرچینه وايي چې تر اوسه له درو کاندیدانو سره د دې دندې لپاره مرکې شوي.

ویل کېږي چې په دغو کاندیدانو کې عاطف مشعل، مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي شامل دي.

تر اوسه نسیم دانش په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان په کرېکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول

ستانکزی: اصغر او شهزاد زموږ لپاره يوه "ستونزه" ده

په دې وروستیو کې د افغانستان وتلي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د کرېکټ بورډ پر مشر نیسم دانش او اجراییه مشر شفیق ستانکزی نیوکې وکړې چې دوی ورسره سم چلن نه کاوه او په قصدي توګه یې ګوښه کړی دی.

په یوه مرکه کې شاپور ځدراڼ تور پورې کړ چې ښاغلي شفیق او ښاغلي دانش ترې غوښتي چې پر ټولنیزو شبکو د دوی ستاینه وکړي او که نه قرارداد به ترې واخیستل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شاپور ځدران له نیوکو او تورونو وروسته د کرېکټ بورډ چارواکو وویل چې د نوموړي فیزیکي وړتیا سمه نه او په لوبه کې یې ګډون نه کو ځکه د کمیټې لخوا نه و ټاکل شوی.

له دې مرکې وروسته یو بل لوبغاړي شفیق شفق هم یو شمېر رسنیو ته وویل چې د کرېکټ بورډ دغه چارواکي د لوبغاړو سره سم چلن نه کوي او دوی په بېلابېلو خبرو ګواښي.

خو د کرېکټ بورډ چارواکي دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي چې د لوبغاړو ټاکل د یوې کمیټې کار دی نه د کرېکټ بورډ مشر او یا اجراییه مشر.

کرېکټ- د ګټلې لوبې بایللو نور لاملونه!

افغان کریکټ بورډ له نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب غواړي

د شاپور ځدراڼ په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې ډېر غبرګونونه خپاره شول.

څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال چې پخوا یې د وزارت تر څنګ د کرېکټ بورډ مشري هم کوله په خپل فېسبوک لیکلي وو "نسیم الله دانش او شفیق ستانکزی دواړه له نږدی پېژنم. دواړه تکړه با احساسه ځوانان دي. د کرېکټ د ودی او پراختیا لپاره یې په خپل وار په اخلاص منډې وهلي چې ستاینه یی باید وشي. لیکن اوس د شته اختلافاتو له کبله د دوی پاتی کېدل په خپلو اوسنیو دندو په هېواد کی د کرېکټ په زیان وینم."

د انځور حقوق AFP
Image caption زاخیلوال: زما مشوره دواړو ته داده چې اوس یې وخت دی چې له صحنې د باندې په بل ‌‌‌‌‌‌ډول د کرکټ ملاتړي پاتي شي.

نوموړي ویلي وو چې په دې اړه یې له ولسمشر غني سره هم خبرې کړي دي.

تر اوسه کره معلومات نه شته خو داسې ویل کېږي چې ښايي راتلونکې اوونې کې نوی مشر وګومارل شي.

اړونده مطالب