په سرطان اخته ماشوم برېډلي د ساندرلېنډ لوبډلې د بریا سمبول شو

د انځور حقوق PA
Image caption د برېډلي مور جیما تېره اونۍ وویل د زوی سرطان یې ډېر شدید شوی او تر څو میاشتو به ډېر ژوندی پاتې نشي

یو پنځه کلن ماشوم هلک چې د سرطان بې علاجه ناروغي لري، د چلسي او ساندرلېنډ ترمنځ فوټبال لوبه کې د ساندرلېنډ لوبډلې د بریالیتوب چانس سمبول په توګه راښکاره شو.

برېډلي لووري چې د انګلستان هارټلپول ته نژدې د بلکال کالیري اوسېدونکی دی په ۲۰۱۳ کال کې وموندله چې نیوروبلاسټوما لري.

نیوروبلاسټوما خبیث تومور دی چې ماشومانو کې پیدا کېږي.

امریکا کې د هغه د درملنې لپاره تر ۷۰۰ زره پونډو ډېرې پیسې راټولې شوې. ددغو پیسو ۲۰۰ زره پونډه پیسې د اورټون کلب ورکړې خو د برېډلي مور تېره اونۍ وویل؛ د زوی سرطان یې شدید شوی او د درملنې دوام یې یوازې دومره کولی شي چې زوی یې لږ څه ډېر ژوندی پاتې شي.

د سږکال کریسمس لپاره ۱۱ زره کسانو د برېډلې لپاره د کریسمس کارتونه ولېږل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption برېډلي له خپل پلار کارل سره د ساندرلېنډ لایټ پېچ سټډیوم ته ولاړ
د انځور حقوق PA
Image caption برېډلي او جرمین ډیفو د ساندرلېنډ بریدګر لوبغاړی
د انځور حقوق PA
Image caption د برېډلي کورنی نوم د ساندرلېنډ پر کمیس
د انځور حقوق Reuters
Image caption برېډلي له د اسپانیایي بریدګر لوبغاړی دیګو کاسټا او د چلسي له نورو لوبغاړو سره د تمرین پرمهال

اړونده مطالب