افغان ښځینه فوټبال لوبډله د سوېلي اسیا سیالیو کې لوبېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption راتلونکې سې شنبې (جدي ۷) د افغانستان فوټبال ښځینه ملي لوبډله له کوربه هند سره سیالیيلري

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډله د سوېلي اسیا فوټبال سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته ولاړه. دا سیالی د ډسمبر پر ۲۵مه د هند په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسلکي مشر طاهر رؤفي بي بي سي ته وویل، د سوېلي اسیا فوټبال سیالیو کې افغان ښځینه لوبغاړې لوبېدو ته پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، د ښځو فوټبال لوبډله د راتلونکې اونۍ سې شنبې په ورځ (جدی۷مه) د هند له ملي لوبډلې سره لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله له جاپانه راستنه شوه

د افغانستان فوټبالرانې د غوره لیګ سیالیو په تمه دي

له بنګله دېش سره د افغانستان لومړنۍ سیالي

افغان لوبډله به دبنګله دېش له ملي لوبډلې سره ولوبېږي.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو پر ګومارلو نیوکې کېږي، خو طاهر رؤوفي وايي، د فوټبال لوبغاړې د وړتیا پربنسټ ټاکل شوې دي.

نوموړی وايي، هیله یې دا ده چې دغه لوبغاړې به ډک لاسونه افغانستان ته راستنې شي.

د سوېلي اسیا د فوټبال ښځینه سیالیو کې افغانستان، هند، نیپال، بنګله دېش، مالدیپ، سري لانکا، پاکستان او بوتان ګډون لري.

ویل کېږي چې د سږ کال سیالیو کې به پاکستان له هند سره د سیاسي ترینګلتیا له کبله ګډون ونه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې تېر کال پاموړ لاسته راوړنه لرله. دغې لوبډلې د سوېلي اسیا هېوادونو په ښځینه لوبو کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال ګډون وکړ.

د ښځینه فوټبال لوبډلې لاسته راوړنې

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې تېر کال پاموړ لاسته راوړنه لرله. دغې لوبډلې د سوېلي اسیا هېوادونو په ښځینه لوبو کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال ګډون وکړ.

په ۲۰۱۲ کال یې سري لانکا کې پاکستان ته څلور پر صفر ماتې ورکړه، له مالدیپ سره مساوي نیمه پایلوبې ته ورسېده او په سیالیو کې یې څلورم مقام خپل کړ.

امریکا د ښځینه فوټبال نړیوال جام اتلولۍ وګټلې

د پاکستان فوټبال لوبغاړې شاه لیلا احمدزۍ بلوڅ ترافیکي پېښه کې ومړه

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۲ کال د سوېلي اسیا سیالیو کې له ګډون وړاندې په دوحه کې د قطر له ښځینه لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړه او کوربه لوبډلې ته یې دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دغه لوبډلې په ۲۰۱۴ کال له دې کبله د پاموړ لاسته راوړنه نه لرله، چې د لوبډلې ۹ لوبغاړې یې ایران، امریکا او اروپا کې د مېشتو افغانانو له منځه ټاکل شوې وې او ۱۱ نورې یې د افغانستان د ننه غوره شوې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوېلي اسیا د فوټبال ښځینه سیالیو کې افغانستان، هند، نیپال، بنګله دېش، مالدیپ، سري لانکا، پاکستان او بوتان ګډون لري.

اړونده مطالب