افغان کرېکټ بورډ په لوګر ولایت کې هم لوبغالی جوړوي

د انځور حقوق .
Image caption افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل چې دا لوبغالی د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت رغول کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل چې دا لوبغالی د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۱۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې په وینا یې په یوه کال کې به ګټې ته چمتو شي.

'' د لوګر لوبغالی به ولایتي لوبغالي وي، چې د څلور سوه ډالرو په لګښت به ورغول شي او له ننه به یې د روغونې چارې پیل شي، کرېکټ به له بامیانو نیولې، تر هراته او مزاره پورې د افغانستان هر ولایت ته رسېږي. ''

افغان کریکیټ بورډ اوړمه ورځ په خوست ولایت کې هم داسې لوبغالی پرانیست چې ۱۰ زره نندارچیان په کې ځایږي.

خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانستل شو

'د کندهار کرېکټ لوبغالی غیر معیاري دی'

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل د خوست لوبغالي پرانیستل کېدو پر مهال بي بي سي ته وویل؛ دا لوبغالی د جرمني سفارت په مالي مرسته د نژدې ۶۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۷۰۰۰ نندارچیانو د ځایولو وړتیا لري.

کرېکټ بورډ وايي چې په نورو ولایتونو کې به هم لوبغالی جوړوي چې دا لوبه پرمختګ وکړي او لاپسې خپره شي.