د اسټرالیا دوو لوبغاړو د پاکستان په مقابل کې سلیزې وکړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملبرن ازمېښت لوبې په څېر دا لوبه هم وارنر پیل کړه.

د اسټرالیا په پلازمېنه سېډني کې د دغه هېواد او پاکستان کریکټ لوبډلو په دریمه او وروستۍ ازمېښت لوبه ( تېسټ مېچ) کې پچه کوربه وګټله او لوبه یې پیل کړه.

دمګړۍ مېټ رینشا او هینډسکوب توپ کوي.

تراوسه اسټرالیايي لوبغاړو خپل هېواد ته ۳۱۷ منډې جوړې کړې دي.

میټ رینشا د اتو څلوریزو پر مټ په دغه ازمېښت لوبه کې لومړۍ سلیزه وکړه.

خو لوبه چې ډیویډ وارنر پیل کړې وه یو ځل بیا یې په یرغلیز توپ سره پر ۸۷ توپونو ۱۷ څلوریزو وکړې او سلیزه یې وکړه.

ډیویډ وارنر له سوځېدلو مخکې ۱۱۳ منډې جوړې کړې، خو وهاب ریاض وسوځاوه.

دویم سوځېدلي لوبغاړي عثمان خواجه ۱۳ منډې جوړې کړې او د وهاب ریاض دویم ښکار شو.

کپتان سمېت هم د ۲۴ منډو په جوړولو سره د یاسر شاه له خوا وسوځول شو.

اسټرالیا لومړنۍ دوه ازمېښت لوبې هم د دوه د صفر په مقابل کې ګټلې دي.

کوربه لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۳۹ او په دویمه کې هم پر ۱۸ زیاتو منډو ماته ور کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مېټ رینشا په اتو څلوریزو سره خپله لومړنۍ ازمېښت لوبه کې سلیزه وکړه.