کرېکټ: یو شمېر افغان او نړیوال لوبغاړي د پاکستان لیګ کې نه لوبېږي

دغه سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ پر نهمه نېټه پیلېږي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ پر نهمه نېټه پیلېږي.

د ځینو افغان لوبغاړو په ګډون یو شمېر نړیوال لوبغاړي د پاکستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو کې برخه نه اخلي.

محمد شهزاد او محمد نبي هغه افغان لوبغاړي دي، چې د پېښور زلمو او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلو له لوري به په لوبو کې برخه وانه خلي.

د دوی تر څنګ د بنګله دېش شکیب الحسن، د انګلستان الیکس هالیس، د ویسټ انډيز کارلوس براتوایټ او ډیوایني براو هغه لوبغاړي دي چې په دغه لیګ کې لوبه نه کوي.

د لوبغاړو نه ګډون لاملونه بېلابېل یاد شوي دي، چې په هغه کې د لوبغاړو ټپي کېدل یا نورو نړیوالو لوبو کې د هغوی ګډون او د پي اېس اېل سیالیو د مهالوېش تر منځ ټکر یاد شوي دي.

محمد شهزاد د وېراټ کولي ريکارډ مات کړ

ننګرهار کې د کرېکټ لوبغاړو د غر ختنې تمرين پيل کړی

کرېکټ: افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

افغان لوبغاړي محمد شهزاد او محمد نبي ځکه پي اېس اېل سیالیو کې برخه نه شي اخیستی، چې په ورته مهال افغانستان له زېمبامبوی سره د محدودو اوورونو لوبې په پام کې لري.

کوټه لوبډلې د محمد نبي پر ځای د سویلي افریقا ریلي روسو ته د برخې اخیستو بلنه ورکړې او دغه راز پېښور د محمد شهزاد پر ځای د ویسټ انډیز اوپنر اندرې فلیچر ته د لوبېدو فرصت ورکړی.

دغه سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ پر نهمه نېټه پیلېږي.

د دې تر څنګ لاهور قلندرز نومي لوبډلې کې جیمز فرینکلین، کریس ګرین او جېسن رای د انتون دیوسیچ، شاون تایت او دوایني براو پر ځای د لوبېدو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د پاکستان غوره لیګ سیالیو هره ونډه واله لوبډله د پنځو احتیاط لوبغاړو په ګډون ۱۵ غړي لري.

محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ پايلوبه

احتیاط لوبغاړو ته یوازې په داسې صورت کې لوبې کې ونډه ورکول کېږي، چې ځايي لوبغاړي و نه موندل شي.

لاهور کې د دوشنبې پر ورځ دغه څرګندونې د دې لپاره شوې، چې پنځه ګډونوال لوري وکولای شي ګډونکونکي بهرني لوبغاړي چمتو کړي.

د پي اېس اېل ونډوالې لوبډلې کولای شي د اصولو له مخې پنځه بهرني لوبغاړي په خپله لوبډله کې شامل کړي.

اړونده مطالب