کارتر ممنوع درمل کارولي، یوسېن د سرو زرو یو مډال له لاسه ورکوي

د انځور حقوق .
Image caption .

له هغه وروسته، چې د جیمیکا لوبډلې یوه غړي نیستا کارتر طبي معاینه مثبته وختله، ویل کېږي، یوسېن بولټ باید په اولمپیک لوبو کې تر لاسه کړیو نهو سرو زرو مډالونو نه یو بېرته ورکړي.

کوارټر د جیمیکا هغې څلور کسیزې لوبډلې غړی و، چې د ۲۰۰۸ کال بیجینګ اولمپیک لوبو کې یې د ۱۰۰ متره سیالۍ ګټلې وه.

اولمپیک نړیواله کمېټه: ممنوع درمل کارونکي باید سزا وویني

'روسي حکومت سوچي اولمپیک لوبو کې د ممنوع درملو کارولو ملاتړ کړی''

ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي

د نوموړي معاینه د هغو ۴۵۴ بېلګو نه یوه وه، چې د اولمپیک نړیوالې کمېټې اخیستې وې او وايي د نوموړي معاینه کې معلومه شوې، چې سټیمیولانت میتهېل هیکسانیاماین نومي ماده یې کارولې، چې د دغې مادې پر کاروولو بندیز لګول شوی دی.

۳۰ کلن بولټ پروسږ کال ریو اولمپیک سیالیو کې یوه بې سارې درې ګونې دوره بشپړه کړه.

نوموړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۰۸ کال سیالیو کې د سروزرو مډالونه تر لاسه کړي دي.

کارتر د هغې لوبډلې غړی هم و، چې پنځه کاله مخکې یې لندن اولمپیک سیالیو کې هم بریا تر لاسه کړې وه او د ۲۰۱۱، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو نړیوالو سیالیو کې یې جمیکا ته بریا ور په برخه کړه.

د بیجینګ سیالیو ورځې په پای کې د کارتر معاینه اخیستل شوې وه، خو هغه مهال کومه ( ناوړه پایله ) نه وه موندل شوې او وروسته د اولمپیک کميټې لخوا له نورو سلګونو بېلګو سره یو ځای د نویو ساینسي میتودونو پر بنسټ له ارزونۍ وروسته د نوموړي معاینې کې یو ډول ( ګډوډي ) موندل شوې وه.