هرات کې د نجونو والیبال سیالۍ

Image caption د لوبو افغان چارواکي وايي، کورنۍ اوس نجونو ته لوبو کې د برخه اخیستو اجازه ورکوي

د افغانستان په هرات ولایت کې د نجونو د والیبال لوبډلو تر منځ له تېرې چهار شنبې راهیسې په دې موخه سیالۍ روانې دي، چې د دغه ولایت والیبال لوبډلې ته غوره لوبغاړې جذب شي.

دغه سیالۍ د هرات پنځو ځايي کلبونو تر منځ د چهارشنبې پر ورځ پیل شوې دي.

افغانستان کې د نجونو د والیبال سیالۍ پیلېږي

د نجونو د والیبال نیمه پایلوبې

په هرات ولایت کې د والیبال فدراسیون رسنیزې برخې مسوول حسیب الله جوینده وايي، اوس په دغه ولایت کې کورنۍ زړه ښه کوي، چې ښځینه غړو ته اجازه ور کړي چې سپورټ ته مخه کړي.

چارواکي وايي، دغو سیالیو کې غوره شوې لوبغاړې به د ولایتي لوبډلې غړیتوب تر څنګ پلازمینې ته هم د انتخاب لپاره استول کېږي.

ویل کېږي، دغه سیالۍ به تر یوې اونۍ پورې دوام وکړي.

هرات کې د سپورت اړوند چارواکو په وینا دغه ولایت کې نژدې لس والیبال لوبډلې فعالیت کوي، خو دا چې دوی د تمرین لپاره سرپټی لوبغالی نه لري، د اوس لپاره د هرات دولتي جمنازیم کې یوازې پنځه لوبډلې دغو سیالیو کې ګډون کوي.

په افغانستان کې د واليبال فدراسيون شاوخوا نیمه پېړۍ مخکې جوړ شوی او د چارواکو په وينا دا لوبه اوسمهال د دغه هېواد په لر او بر کې ګڼ مینه وال لري.