ټنېس: راجر فېډرر د استراليا پرانيستو سياليو اتلولي وګټله

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا ټنېس ګرانډ سلم اتلولیو کې د راجر فېډرر ۱۸ بری و چې يو نوی رېکارډ دی.

ټنېس کې د اسټرالیا پرانيستو سیالیو پایلوبه کې د سویس راجر فېډرر د اسپانیا رفایل نډال ته له یوې سختې سیالۍ وروسته ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د دواړو تر منځ لوبه تر ۴ نیم ساعتو وغځېده، پای کې فېډرر ۳-۲ وګټله.

دا ټنېس ګرانډ سلم اتلولیو کې د راجر فېډرر ۱۸ بری و چې يو نوی رېکارډ دی.

پخواني سیالان، نوې سیالي

دی د ټنېس نارینه سیالیو کې لومړی لوبغاړی دې چې ۳۵ کلنۍ کې یې ګرانډ سلم اتلولي وګټله.

راجر فېډرر او رفایل نډال نارینه ټڼېس سیالیو په عصري تاریخ کې تر ټولو توند سیالان یادېږي.

۳۵ کلن فېډرر او ۳۰ کلن نډال تر دې وړاندې د ټنېس اتلولیو په اتو پایلوبو کې سره مخامخ شوي وو چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۱ کال کې د فرانسې پرانېستو سیالیو پایلوبه وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راجر فېډرر له ۲۰۰۷ کال راهیسې نه و توانېدلی رفایل نډال ته د کومې اتلولۍ پایلوبه کې ماته ورکړي.

د اسټرالیا پرانېستو سیالیو نه وړاندې فېډرر ټپی وو او شپږ میاشتې یې ټنېس لوبه نه وه کړې. دی وايي له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یې هېڅکله داسې نه و انګېرلي چې د اسټرالیا پرانېستو سیالیو کې به دې پړاو ته ورسېږي.

راجر فېډرر له ۲۰۰۷ کال راهیسې نه و توانېدلی رفایل نډال ته د کومې اتلولۍ پایلوبه کې ماته ورکړي.

ورته مطالب