د خوست د ۳۰ والیبال لوبډلو پایلوبه غازیجان لوبډلې وګټله

د انځور حقوق AHMAD SHAH
Image caption د پایلوبې پر ګټونکې لوبډله سربېره نورو لوبډلو ته هم جایزې ور کړل شوې.

د خوست د مرکز اړوند لکڼو کې د دغه ولایت د والیبال د ۳۰ لوبډلو ترمنځ میاشتنۍ سیالۍ د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د خوست د والیبال فدراسیون مرستیال نور احمد اعتمادي بي بي سي ته ویلي، چې دغه سیالۍ د دغه ولایت د والیبال فدراسیوان په چوکاټ کې د سیمې ځوانانو جوړې کړې وې.

دی وایي، پای لوبې ته د خوست د مرکز اړوند د کاروان سرای او د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ غازيجان لوبډلې وتلي وي:"غازيجان لوبډلې سیالې لوبډلې ته ۳ د صفر په مقابل مې لویه او یو مخیزه ماته ورکړه".

* خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانیستل شو

* له کتاب لوستلو سره د خوستوالو مینه ډېره شوې

نور احمد اعتمادي وایي، د سیمې ځوانانو له والیبال فدراسیوان سره په همغږۍ دغه سیالۍ د دوو موخو لپاره جوړې کړې وې: "لومړی دا چې سیمه کې نشه یې توکي کارول په ډېرېدو دي، څنګه مونږ او ورزشکاران کولی شو، چې خلک له دغه ناوړه کار خبر کړو. دویم دا چې څنګه د خلکو ترمنځ نفرتونه له منځه وړلی شو، یعنې هغه خلک چې په یوځای نه سره راټولېدل مونږ وکولی شول، چې د والیبال سیالیو نندارې ته یې یو ځای او راټول کړو."

د هغه په خبره، هره ورځ به له ماسپښینه وروسته یوه سیالي ترسره کېده او د خوست له مختلفو سیمو به د والیبال د لوبې مینوال ورته راغونډېدل.

د انځور حقوق AHMAD SHAH
Image caption دې سیالیو لوبغاړي د والیبال لوبې پرمختګ ته هیلمن کړي دی.

د همدې سیالیو یو لوبغاړی قیام الدین وايي، والیبال لوبه په غوړېدا ده او لوبغاړي هم د دغو سیالیو نه وروسته یو ځل بیا د والیبال لوبې پرمختګ او راتلونکي ته هیلمن دي.

د والیبال په دغه پای لوبه کې اتلې لوبډلې ته په انعام کې یو څاروی(پسه) او د نورو غوره لوبغاړو او لوبډلو لپاره مختلفې جایزې او انعامونه هم د المپیک امریت او د ځینو کسانو لخوا ور کړل شول.

اړونده مطالب