نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو محمد نبي عيسی خېل او شهزاد محمدي د پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د لوبېدو پرېکړه کړې ده.

محمد نبي عیسی خیېل څو ورځې وړاندې ویلي وو، د پاکستان سوپرلیک کریکټ سیالیو کې به ونه لوبېږي، خو اوس وايي چې په لومړي پړاو کې به یې ولوبېږي.

ښاغلي عیسی خېل وايي، دوبۍ کې له سیالیو وروسته به د پاکستان سوپرلیګ سیالیو لومړي پړاو کې ولوبېږي او دویم پړاو کې به شهزاد محمدي ولوبېږي.

یو شمېر افغان او نړیوال لوبغاړي د پاکستان لیګ کې نه لوبېږي

شهزاد محمدي به د زمبابوې له لوبو وروسته د پاکستان سوپرلیګ سیالیو دویم پړاو کې لوبه وکړي.

د تېرې جنورۍ میاشتې وروستیو کې د ځینو افغان لوبغاړو په ګډون یو شمېر نړیوالو لوبغاړو د پاکستان غوره لیګ کرېکټ سیالیو کې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.

محمد شهزاد او محمد نبي هغه افغان لوبغاړي وو، چې د پېښور زلمو او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلو له لوري په لوبو کې یې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.

د دوی تر څنګ د بنګله دېش شکیب الحسن، د انګلستان الیکس هالیس، د ویسټ انډيز کارلوس براتوایټ او ډیوایني براو هغه لوبغاړي دي چې په دغه لیګ کې لوبه نه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد شهزاد او محمد نبي هغه افغان لوبغاړي وو، چې د پېښور زلمو او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلو له لوري په لوبو کې یې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.

د لوبغاړو نه ګډون لاملونه بېلابېل یاد شوي دي، چې په هغه کې د لوبغاړو ټپي کېدل یا نورو نړیوالو لوبو کې د هغوی ګډون او د پي اېس اېل سیالیو د مهالوېش تر منځ ټکر یاد شوي دي.

افغان لوبغاړي محمد شهزاد او محمد نبي ځکه پي اېس اېل سیالیو کې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه، چې په ورته مهال افغانستان له زېمبامبوی سره د محدودو اوورونو لوبې په پام کې لري.

دغه سیالۍ د راتلونکې فبرورۍ پر نهمه نېټه پیلېږي.

د پي اېس اېل ونډوالې لوبډلې کولای شي د اصولو له مخې پنځه بهرني لوبغاړي په خپله لوبډله کې شامل کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب