شل اووره کرېکټ لوبه او درې سليزې ريکارډ

د انځور حقوق Facebook

د کرېکټ په تاريخ کې يوه هندي لوبغاړي موهيت الاوات د هند غوره ليګ يا پرېمير ليګ سياليو په يوه شل اووره لوبه کې په درې سوه ناسوځېدلو منډو ودرېده او د لومړي ځل لپاره يې په شل اوریزه لوبه کې درې سليزې ووهلې.

موهيت د ډيلي په لاليتا پارک لوبغالي کې په غوره ليګ دوستانه سياليو کې د خپلې لوبډلې ماوي ۱۱ (Maavi XI) لپاره ۳۹ شپږيزې او ۱۴ څلوريزې يوازې په ۷۲ توپونو ووهلې او يو پام وړ هدف يې وټاکه.

دغه ويکټ کيپر - توپ وهونکي لوبغاړي په اتلسم اوور کې ۲۵۰ منډې جوړې کړې وې او په وروستيو دوه اوورونو کې يې نورې پنځوس منډې جوړې کړې چې په شپږو توپونو ۳۴ منډې او پنځه سر په سر شپږيزې پکې شاملې وې.

د هند کریکټ بورډ مشر ته د دندې پرېښودو حکم شوی

د هند یوه لوبغاړي په ازمېښت لوبه کې ۳۰۳ منډې جوړې کړې

هغه پوره درې سوه منډې پوره کړې او په شلو اوورونو کې يې د خپلې لوبډلې لخوا د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۴۱۶ منډې هدف کېښود چې مخالفې لوبډلې له ښې لوبې سره سره دوه سوه منډې جوړې کړې خو په ۲۱۶ منډو توپیر یې وبايلله.

دا فرصت به موهيت ته چې تر اوسه يې د ډهلي لپاره درې لومړی لاس لوبې کړې د آی پي ال د ډېرو پیسو د تړون دروازه پرانيزي.

موهيت اې بي پي لایف (ABP Live) ته ويلي ما د آی پي ال بولۍ نوملړ ته خپل نوم ورکړی خو ډاده نه يم چې ځان ته به پام ر وګرځولای شم او کنه؟

د انځور حقوق Indian Express
Image caption موهيت ويلي "کله مې چې سکوربورډ یا د نمرو تختې ته وکتل چې په پنځو اوورونو کې دوه سوه منډو ته نژدې کېدم نو پرېکړه مې وکړه چې تر مرګه هڅه وکړم."

هغه زياته کړې چې "بريدګره لوبه مې ښه وه خو کله مې چې وليدل نوی توپ دی نو پرېکړه مې وکړه چې ډېره ښه لوبه وکړم او توپ په ښه ډول ولوبېده."

په ۲۰۰۷ کال کې سرېلانکايي لوبغاړي ډانوکا پاتيرانا په يوه ځايي ليګ لوبه کې په ۷۲ توپونو ۲۷۷ منډې جوړې کړې وې. خو په رسمي مسلکي لوبو کې تر اوسه کوم لوبغاړي دوهمه سليزه هم لا نه وه پوره کړې.

اوسنی ريکارډ د کريس ګېل و چې به ۲۰۱۳ آي پي ال کې يې د رويال چلېنجرز بنګلور او پونې واريرز تر منځ لوبه کې يې ۱۷۵ منډې په ۶۶ توپونو جوړې کړې وې.

موهيت ويلي "کله مې چې سکوربورډ یا د نمرو تختې ته وکتل چې په پنځو اوورونو کې دوه سوه منډو ته نژدې کېدم نو پرېکړه مې وکړه چې تر مرګه هڅه وکړم."

هغه زياته کړې چې "۲۵۰ مې یواځې په دوه اوورونو پاتې کې پوره کړې نو خپل ملګري ته مې وویل چې اجازه دې راکړي که وکولای شم چې ۳۰۰ منډې جوړې کړم او په وروستي اوور کې دېرش نورې هم وکړې."

د انځور حقوق Twitter

اړونده مطالب

ورته مطالب