د مس عینک زون ۱۶ کلنو کریکټ لوبډلې ته زلمیان غوره کېږي

د مس عینک زون د شپاړس کلنو کریکټ لوبډلې د ټاکلو لپاره په خوست کې له سلګونو لوبغاړو د ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه.

په دغه ازموینه کې پر خوست سربېره د پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو سلګونه د کریکټ تنکي ځوانان برخه لري.

ازموینه د خوست د کریکټ په ملي اکاډيمۍ کې د کريکټ بورډ د ولایتي او د دغه ادارې د غواروي کمیټې لخوا د څو ورځو لپاره روانه ده.

د افغانستان د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر نوروزمنګل بي بي سي ته وویل، د لوبغاړو ټاکلو ازموینه به په مس عینک زون سربېره، په سپین غر، بند امیر، بُست او امو زون کې هم روانه ده.

د ۵ زونونو کریکټ لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې

هند په افغانستان کې د کريکټ لوبغاليو د جوړولو لېوالتيا وښوده

ده وویل، دی او ورسره همکاران یې د جنوب ختیځو ولایتونو له تنکیو لوبغاړو ازموینه اخلي:

"د لوبغاړو شمېر تر سلګونو رسېږي، خو موږ د مس عینک زون لوبډلې لپاره یوازې ۱۸ لوبغاړي په کار دي، چې دغه لوبغاړي له نورو ۴ زونونو سره سیالۍ وکړي او په راتلونکي کې ۱۹ کلنو، الف او ملي لوبډلو ته موږ پیاوړي لوبغاړي ولرو. "

دی زیاتوي: "ما له څو ورځو راهیسې تیلېفون بند کړی دی، ځکه چې ما ته مختلف چارواکي زنګونه وهي او را باندې په اړیکو لوبغاړي ګماري، چې دا ما ته د منلو وړ نه ده. "

Image caption د افغانستان د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر نوروزمنګل بي بي سي ته وویل، د لوبغاړو ټاکلو ازموینه به په مس عینک زون سربېره، په سپین غر، بند امیر، بُست او امو زون کې هم روانه ده.

نوموړي وویل، کریکټ بورډ ورباندې باور کړی نو ټول لوبغاړي به د وړتیا او د عمر کتلو او ارزولو وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته لاره پیدا کوي.

د جنوب ختیځ زون له مختلفو ولایتونو راغلو لوبغاړو هیلمندي ښکاره کوله او په خوست کریکټ اکاډیمۍ کې یې د ازموینې لپاره شېبې شمېرلې.

د لوګر ولایت ځوان لوبغاړی زاهد مومند بي بي سي ته وویل: "ما د ۱۶ کلنو په تېرو سیالیو کې چې خوست او ننګرهار کې ترسره شوې وړتیا وښوده، په ننګرهار کې مې په لومړۍ سیالۍ کې ۵ ویکټې واخیستې او همدومره په اخیري سیالۍ کې. د ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم شوم اوس هیله لرم، چې د مس عینک زون شپاړس کالونو لوبډلې ته لاره پیدا کړم. "

پکتیکا له ارګون څخه په دې ازموینه کې یو بل ګډون لرونکي لوبغاړي یوسف ځدراڼ هم هیله مند و او د غواري کمیټې پر مشر یې باور درلود.

په افغانستان کې د 'سټریټ کریکټ ټورنمټ' وشو

ده وویل: "د نولس کالونو لوبغاړو د ټاکلو په موخه تېره میاشتې مې سیالۍ کې برخه لرله په څلورو سیالیو کې مې ۷ ویکټې واخیستې او ۷۴ منډې وکړې هیلمند یم او نوروز منګل باندې باور لرم او هغه په دې پوهیږي، چې څنګه یو لوبغاړی د کومو معیارونو له مخې غوره کړې."

د غواروي کمیټې مشر نوروز منګل وایي، د زونو د لوبډلو لپاره یوه میاشتې وړاندې کریکټ بورډ شاوخوا ۸۰ زره امریکایي ډالره په خوست او ننګرهار کې په سیالیو ولګول خو کومه مثبته پایله یې نلرله او اوس د دوی غوراوي ډلګۍ هڅه کوي، چې له عمر او معیار سره برابر د کریکټ لوبغاړي وټاکي.

Image caption د جنوب ختیځ زون له مختلفو ولایتونو راغلو لوبغاړو هیلمندي ښکاره کوله او په خوست کریکټ اکاډیمۍ کې یې د ازموینې لپاره شېبې شمېرلې.
Image caption ازموینه د خوست د کریکټ په ملي اکاډيمۍ کې د کريکټ بورډ د ولایتي او د دغه ادارې د غواروي کمیټې لخوا د څو ورځو لپاره روانه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب