افغان کریکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ۲۱۶ منډې هدف وټاکه

  • 16 فبروري 2017 - 28 سلواغه 1395
د انځور حقوق ICC
Image caption افغان کریکټ بورډ وايي، لوبې ته پوره چمتو دي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغان کریکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته ۲۱۶منډې هدف وټاکه.

پچه افغان لوبډلې وګتله او لوبه یې پیل کړه. چې په پنځوسم اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د ۵۰ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.

ورپسې افغان لوبغاړي راشېد خان ۳۲ منډې جوړې کړې.

دواړه لوبډلې پنځه یوه ورځنۍ سیالۍ لري.

د زمبابوې لوبډلې لوبغاړي سیکندر رضا، ریچارډ نیګاراوو او ګرېن کرېمن ښه بالېنګ وکړ.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام راهیسې زیمبابوې ۳۶ یو ورځنۍ نړیوال لوبې کړې، چې نهه یې ګټلې او ۲۴ یې بایللې دي.

په دا مهال افغانستان ۱۹ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې چې نهه یې ګټلې او لس یې بایللې دي.

* زمبابوې ته زما د کرېکټ بريالى سفر

* " زمبابوی ته سفر د افغان لوبغاړو لپاره ښه تجربه ده"

د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېر کال هم د کرېکټ پنځه يو ورځنۍ سیالۍ شوې، چې درې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې

د افغانستان کرېکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې هم په دې وروستیو کې دزمبابوې سیالې لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې درلودې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان کرېکټ پرمختايي لوبډلې د زمبابوی لوبډلې ته څلور پرله پسې ماتې ورکړې او پنځمه سیالي کوربه لوبډلې وګتله.

د انځور حقوق ICC
Image caption د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېر کال هم د کرېکټ پنځه يو ورځنۍ سیالۍ شوې، چې درې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې