کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

  • 16 فبروري 2017 - 28 سلواغه 1395
د انځور حقوق ICC

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځه یو ورځنیو کرېکټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

لوبه د زمبابوې توپ وهنې پر مهال د باران له امله وځنډېدله او وروسته یې پایله بیا د ډک ورت لوېس طریقې له لارې وټاکل شوه.

د باران له پیله وړاندې زمبابوې په ۲۸م اوور کې ۹۹ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې محمد نبي، حمزه، ګلبدین او راشد ارمان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې وړاندې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۱۵ منډې وکړې.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي تر ټولو ډېرې ۵۰ منډې وکړې. د دواړو لوبډلو تر منځ پنځه یو ورځنۍ لوبې کېږي.

پر ده سربېره نور علي ځدران ۳۹، رحمت شاه ۳۱ منډې وکړې.

راشد ارمان پر ښې توپ اچونې سربېره د توپ وهنې په ډګر کې هم ښه وځلېد او سخت وخت کې یې یوازې په ۱۸ توپونو ۳۲ منډې وکړې او د افغانستان منډو شمېر یې تر ۲۱۵ ورساوه.

دا د دواړو هېوادونو تر منځ د پنځه یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه.

دویمه لوبه به د فبروري په ۱۹مه نېټه وي.

درېیمه لوبه: ۲۱ فبروري

څلورمه لوبه: ۲۴ فبروري

پنځمه لوبه: ۲۶ فبروري

د انځور حقوق ICC
Image caption د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېر کال هم د کرېکټ پنځه يو ورځنۍ سیالۍ شوې، چې درې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغان کریکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته ۲۱۶منډې هدف وټاکه.

پچه افغان لوبډلې وګتله او لوبه یې پیل کړه. چې په پنځوسم اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د ۵۰ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.

ورپسې افغان لوبغاړي راشېد خان ۳۲ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبډلې لوبغاړي سیکندر رضا، ریچارډ نیګاراوو او ګرېن کرېمن ښه بالېنګ وکړ.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام راهیسې زیمبابوې ۳۶ یو ورځنۍ نړیوال لوبې کړې، چې نهه یې ګټلې او ۲۴ یې بایللې دي.

* زمبابوې ته زما د کرېکټ بريالى سفر

* " زمبابوی ته سفر د افغان لوبغاړو لپاره ښه تجربه ده"

د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېر کال هم د کرېکټ پنځه يو ورځنۍ سیالۍ شوې، چې درې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې

د افغانستان کرېکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې هم په دې وروستیو کې دزمبابوې سیالې لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې درلودې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان کرېکټ پرمختايي لوبډلې د زمبابوی لوبډلې ته څلور پرله پسې ماتې ورکړې او پنځمه سیالي کوربه لوبډلې وګتله.