کرېکټ: افغان لوبډلې له زيمبابوې په درو منډو ماته وخوړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان توپ وهونکي نن بیا کمزوري څرګند شول او خپل پنځه لوبغاړي یې یوازې د ۱۵ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.

د افغانستان او زيمبابوې تر منځ د کرېکټ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ درېیمه زيمبابوې په دريو منډو وګټله.

درېیمه لوبه د افغان توپ اچوونکو تر سخت اغېز لاندې راغلې وه. په تېره بیا د ګلبدین نایب توپ اچونې نن بیا د زیمبابوې له لوبغاړو لوری ورک کړی وو.

نایب د شپږو اورونو په لوبولو سره سیالو لوبغاړو ته یوازې ۲۷ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۵۴ منډو ماته ورکړه

نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

نبي: زما هدف پیسې نه په هند لیګ کې ښه لوبېدل دي

راشد خان درې، فرید ملک دوه او نبي عیسی خېل بیا د زیمبابوې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مسکادازا او ویلر ۸۱ منډو اوږدې ملګرتیا د افغان لوبغاړو لپاره سرخوږی جوړ کړی و، خو د فرید ملک په توپ او د راشد ارمان په کېچ سره دغه ملګرتیا بالاخره ماته شوه.

د مسکادزا تر سوځېدو وروسته نور لوبغاړي تر ډېره و نه درېدل او پنځه لوبغاړي یوازې د اتو منډو په جوړولو وتوانېدل.

زیمبابوې ملي لوبډلې و نه شوای کولای ټاکل شوي ټول ۵۰ اورونه ولوبوي. د ۳۳ اوور په څلورم توپ یې خپل ټول لوبغاړي د ۱۲۹ منډو په جوړولو له لاسه ورکړل.

د افغان لوبډلې پیل ښه نه و، ځکه نورعلي ځدراڼ یې په لومړي توپ له لاسه ورکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مسکادازا او ویلر ۸۱ منډو اوږدې ملګرتیا د افغان لوبغاړو لپاره سرخوږی جوړ کړی و

دویم لوبغاړی هم شهزاد و چې تر ۲۰ منډو کولو وروسته وسوځېد. رحمت شاه هم نن تېزه لوبه ونه شوای کړای او یوازې لس منډې یې جوړې کړې. شهزاد او رحمت شاه دواړو په تېره لوبه کې نیمې سلیزې وهلې وې.

افغان توپ وهونکي نن بیا کمزوري څرګند شول او خپل پنځه لوبغاړي یې یوازې د ۱۵ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل.

۱۳۰ منډې دومره ستر هدف نه و، خو د زیمبابوې توپ اچونکو له ځانه ښه وړتیا وښوده او دغه لوبه یې په دریو منډو وګټله.

نن افغان لوبډله ونه توانېده چې ټاکل شوي ۵۰ اورونه ولوبوي. او خپل ټول لوبغاړي یې په ۳۰ اوور کې وسوځېدل.

افغان لوبډله به له خپلې سیالې زیمبابوې لوبډلې سره دوه نورې لوبې هم وکړې، دمګړۍ له دریو لوبو دوه یې افغان او یوه یې د زیمبابوې لوبډلې ګټلې ده.

وروستۍ لوبې ته په کتو سره به اوس افغان لوبډله یو ځل بیا د توپ وهنې پر برخې ډېر فکر کوي، چې څنګه کولای شي پیاوړې یې کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب