له زمبابوې ماتې، د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره زده کړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغه لوبه کې د افغان لوبغاړو د لوبې له پیله داسې معلومېدله، چې سنجیده لوبه نه کوي.

له زمبابوې سره د افغان کرېکټ لوبډلې په ماتې کې تر کچې ډېر باور او غیر سنجیده رویه جووته معلومېدله او اوس پوښتنه دا ده، چې ایا دوی به راتلونکو لوبو کې له خپلې دغې تېروتنې زده کړه وکړي که نه؟

د افغانستان او زمبابوې تر منځ یوې ورځنۍ لوبه کې پر ۳ منډو د افغان لوبډلې ماتې حیرانونکې وه.

د کرېکټ څارونکي وايي د دغې ماتې لوی لامل پر ځان د افغان لوبغاړو له اړتیا ډېر باور و، چې ښايي تېرو بریاو کې یې موندلی و.

کرېکټ: افغان لوبډلې له زيمبابوې په درو منډو ماته وخوړه

نبي: زما هدف پیسې نه په هند لیګ کې ښه لوبېدل دي

نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

د زمبابوې لخوا په یوه رپوټ کې ویل شوي چې له دغې ماتې باید افغان لوبغاړو مناسبه زده کړه کړې وي او بیا دغسې تېروتنې تکرار نه کړي، که نه هر ځای او هر مهال کېدای شي بریا ته له نژدې کېدو وروسته د ماتې مخ وویني.

د یو ورځنیو لوبه د لړۍ په دغه درېیمه لوبه کې زمبابوې د افغان لوبغاړو پر وړاندې ډېر لوی هدف نه و ټاکلی.

د دغو لوبو لړۍ کې لومړی ځل پچه زمبابوې ګټلې وه او خپله یې د بېټینګ پرېکړه وکړه.

افغان توپ اچوونکو دوی ډېرو منډو ته پرې نه ښودل او په ۳۲ اوورونو کې یې پر ۱۲۹ منډو ټول وسوځول.

خو د زمبابوې لوبډلې توپ اچوونه او فیلډینګ ډېر ښه وو.

دوی افغانه لوبډله په ۲۹ اوورونو کې په ۱۲۶ منډو وسوځوله او بری یې خپل کړ.

د زمبابوې لوبغاړو په دغه لوبه کې ثابته کړه، چې که دوی ته هر وخت فرصت په لاس ورشي، داسې بشپړه وړتیا لري، چې له خپلې تجربې ګټه واخلي او بریا خپله کړي.

اوس چې د دغې لړۍ دوې لوبې پاتې دي، که افغان لوبغاړي خپلې تېروتنې تکرار کړي، زمبابوې په اسانۍ کولای شي د افغانانو له ګوتو بریا وباسي.

په دغه لوبه کې د افغان لوبغاړو د لوبې له پیله داسې معلومېدله، چې سنجیده لوبه نه کوي.

شهزاد په دویم توپ د شاټ وهلو ناکامه هڅه وکړه او نژدې و، چې په داسې حال کې له لوبې ووځي، چې د کوچني هدف پوره کولو لړ کې پرې کوم فشار نه معلوميده. دغسې نورعلي ځدراڼ پر خپل لومړي توپ میدان کې کریمر ته کیچ ورکړ.

وروسته، چې نژدې اوبه له ورخه تېرې معلومېدې، پر افغان لوبغاړو فشار ډېر شو او زمبابوې لوبغاړو د نورو وکټو تر لاسه کولو هڅه پیل کړه. دغه مهال و، چې افغان توپ وهونکي اړ شوو له خطره ډکه لوبه وکړي.

د انځور حقوق ACB

په ۲۲ اوورنو کې افغان لوبډلې ۱۰۰ منډې جوړې کړې وې.

دې کې د کپتان اصغر ستانکزي ۳۱ او د سمیع الله شینواري ۲۹ منډې هم شاملې وې.

له ۱۲۱ منډو وروسته د افغانستان ۶ لوبغاړي سوځېدلي وو، خو پاتې نور ټول لوبغاړي یې د پنځو منډو جوړولو بدل کې وسوځېدل.

همدا پر ځان ډېر باور و چې له امله یې وروستي لوبغاړي هېڅ و نه توانېدل دغه د ګوتو په شمېر منډې پوره کړي او د ځینو هغه خبره کره ثابته شوه، چې وايي افغان لوبغاړو ګټلې لوبه وبایلله.

دې سره هغه وړاندیزونه هم مناسب ثابت شول، چې هر څنګه وي، باید افغان لوبغاړي د فشار پر مهال د ذهن ارام ساتلو هنر زده کړي.

د دغې لړۍ څلورمه لوبه به د جمعې پر ورځ د هراري سپورت لوبغالي کې تر سره شي.

اړونده مطالب