پي ایس ایل: پېښور زلمیانو لاهور قلندرز ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.

کرېکټ د انځور حقوق PSL
Image caption د پېښور زلمیانو بریا

د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې، چې متحدو عربي اماراتو کې روانې دي، پېښور زلمیانو لاهور قلندرز ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.

لاهور قلندرز د نهوو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته وتوانېدل یواځې ۱۴۹ منډې جوړې کړې، چې دې سره یې په ۱۷ منډو لوبه بایلوده.

له دې مخکې پېښور زلمیانو د نهوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته شل اوورونو کې ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

دې سره له اوو لوبو وروسته پېښور زلمیان اوس اووه پواینټونه لري او دویم ځای یې خپل کړی، خو لاهور قلندرز بېرته څلورم ځای ته لاړل.

کویټه ګلیډیټرز له نهو پوانیټونو سره لومړی ځای لري او کراچۍ کنګز له یوازې څلورو پواینټونو سره تر ټولو وروسته پاتې دي.

د اننګ وروستي اوور کې کپتان ډیرن سامي د یوې شپږیزې او څلوریزې په مرسته ۱۶ منډې جوړې کړې.

شاهد اپریدي په دغه لوبه کې ۱۰ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمیانو له لوري تمیم اقبال او کامران اکمل لوبه پیل کړه او د لاهور قلندرز له لوري سهیل تنویر توپ اچوونه پیل کړه.

د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې دا لومړی ځل دی، چې د ټاس له ګټلو وروسته یوه لوبډله په خپله لوبه پیلوي.

له دې مخکې پېښور زلمیانو لاهور قلندرز ته په همدې سیالیو کې په دریو وکټونو ماتې ورکړې وه.

لاهور قلندرز هغه لوبه کې د پي ایس ایل تاریخ کې تر ټولو لږ یانې ۵۹ منډې جوړې کړې وې.

خو دې سره یې هم په توپ اچوونه کې پیاوړې لوبه کړې وه او د پېښور زلمیانو ۷ویکټونه یې تر لاسه کړي وو.

اړونده مطالب