فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرتابه ټاکنې ځنډولې

فیفا د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیفا په افغانستان کې د فوټبال فدراسیون د مشرۍ په ټاکنو کې د سیاسي لاس وهنو په اړه هم اندېښمنه ده.

د فوټبال نړیوالې شورا فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرتابه ټاکنې تر نامعلوم وخت پورې ځنډولې دي.

د فیفا ادارې د افغانستان فوټبال فدراسیون ته لیک استولی او له چارواکو يي غوښتي چې د نامساعدو شرایطو په خاطر دې د مشرتابه ټاکنې وځنډوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکې وايي په ټاکنو کې سیاسي لاسوهنو دوی هم اندېښمن کړي دي.

په پام کې وه چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرۍ لپاره ټاکنې د راتلوونکي کال د وري میاشتې پر ۱۶ نېټه تر سره شوي وای، خو د دې فدراسیون چارواکي وایي، فیفا یا د فوټبال نړیوالې شورا له خوا لیک ورته لیږل شوی او په دې لیک کې یې ویلي چې ټاکنې دې تر نامعلوم وخته پورې وځنډول شي.

خوست کې د فوټبال ۱۵ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

شاهین اسمايي د اسیايي فوټبال کلبونو سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي

فیفا په افغانستان کې د فوټبال فدراسیون د مشرۍ په ټاکنو کې د سیاسي لاس وهنو په اړه هم اندېښمنه ده.

یاده اداره وایي، نه شي کولای چې راتلوونکي کال د وري تر ۱۶ پورې خپل استازی افغانستان ته د ټاکنو د څارنې لپاره ولیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرټر جنرال علي رضا اغا زاده وايي، په دې وروستیو کې ځینو سیاسي کړیو هڅه کړي چې د دې فدراسیون د مشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

فیفا او د افغانستان د فوټبال فدراسیون په داسې حال کې د سیاسي چارواکو له لاسوهنې سرټکوي چې تېره اونۍ په ولسې جرګه کې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ویلي و هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د دې فدراسیون د مشرۍ په ټاکنه کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکې وايي تر اوسه یو شمېر کسان د مشرۍ او ځینو نورو د دې فدراسیون نورو بستونو ته ځانونه نومولي دي او د نوماندۍ نېټه هم تېره ورځ پای ته ورسیده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي وايي فیفا په رالیږلې لیک کې دا هم ویلي تر هغه وخته پورې چې د دې فدراسیون د مشرۍ د ټاکنو لپاره نېټه په ډاګه کېږي پخوانی مشر دې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب