کرېکټ: افغانستان له زمبابوې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځو يو ورځنيو سياليو له لړۍ درې لوبې افغانستان او دوې زمبابوې وګټلې.

د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د پنځو يو ورځنيو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه افغانستان په ۱۰۶ منډو وګټله.

د دغو سياليو له لړۍ درې لوبې افغانستان او دوې زمبابوې ګټلې دي.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې.

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

له زمبابوې ماتې، د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره زده کړه

کرېکټ: افغان لوبډلې له زيمبابوې په درو منډو ماته وخوړه

د زمبابوې پاڼې د باران اورېدو له کبله له ۵۰ اوورونو څخه ۲۰ ته او هدف يې له ۲۵۳ څخه ۱۶۱ ته راښکته کړل شوه.

زمبابوې و نه توانېده چې د افغانستان له خوا د ۱۶۱ منډو ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې یوازې په ۵۴ منډو وسوځېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېر کال هم د کرېکټ پنځه يو ورځنۍ سیالۍ شوې، چې درې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې.

د افغانستان لپاره رحمت شاه په ۷۹ توپونو پنځوسيزه جوړه کړه پر ده سربېره محمد نبي په ۴۰ توپونو کې ۴۸ او نور علي ځدراڼ په ۴۹ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې له توپ اچوونکو کرېس مپوفو درې او رېچرډ نګراوا دوې وېکټې واخيستې.

پنځمه لوبه د افغان توپ اچوونکو تر سخت اغېز لاندې راغلې وه. په تېره بیا د امير حمزه، محمد نبي، دولت ځدراڼ او راشد خان توپ اچونې نن بیا د زمبابوې له لوبغاړو لوری ورک کړی و.

امير حمزه ۳، محمد نبي ۳، رشيد خان ۲ او دولت ځدراڼ يوه وېکټه واخيسته.

بله خوا د زمبابوې له لوبډلې ګرېم کريمر ۱۴، راين بورل ۱۱ او مسکنډا ۷ منډې جوړې کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه

د افغانستان او زمبابوې تر منځ تېر کال هم د کرېکټ پنځه يو ورځنۍ سیالۍ شوې، چې درې افغانستان ګټلې او دوې زمبابوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې هم په دې وروستیو کې د زمبابوې سیالې لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې درلودې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان کرېکټ پرمختايي لوبډلې د زمبابوی لوبډلې ته څلور پرله پسې ماتې ورکړې او پنځمه سیالي کوربه لوبډلې وګتله.له.

ورته مطالب