کرېکټ: اوس باید څه وشي؟

د انځور حقوق Getty Images

هرارې کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د پنځه ورځنیو لوبو وروستۍ هغه کې د افغانستان بریا د تاریخ تکرار بللی شو، خو هېڅ حیرانونکې نه وه.

په ۱۰۶ منډو په دغه لوبه کې د افغانستان لوبډلې بریا که یوه لور ته د کرېکټ پایلوبې هیجان پیکه کړ، نو بل لور ته د فشار حالت کې د زمبابوې لوبډلې د لوبې څرنګوالی هم څرګند کړ.

له زمبابوې ماتې، د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره زده کړه

کرېکټ: افغانستان له زمبابوې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

له دې مخکې دوو لوبو کې د افغانستان لوبډلې حالت هم نژدې ورته و، چې دريمه لوبه کې افغانستان د پنځو منډو بدل کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

پروسږکال هم د دغو دوو لوبډلو تر منځ سیالۍ په ورته توګه پای ته ورسېدې. دوې لوبې زمبابوې او درې افغانستان ګټلې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پرونۍ له لوبې ځینو برخو کې داسې معلومیدل، چې افغانان په رواني توګه له هغسې فشار سره مخامخ نه وو، چې زمبابوې سیالان یې ورسره لاس او ګرېوان وو.

سږنۍ لړۍ کې پنځمه لوبه ځکه پایلوبه شوه، چې دریېمه او څلورمه لوبه کې د افغانستان له ماتې وروسته لړۍ دوه پر دوه برابره شوه او پنځمه لوبه اصولاً په پایلوبه بدله شوه.

اندېښنې

ځینو افغان مبصرینو د وروستۍ لوبې له پیله مخکې داسې اندېښنه ښووله، چې ښايي خپل لوبغالي کې د کورنیو نندارچیانو هڅونه به له زمبابوې لوبغاړو سره مرسته وکړي، چې پر افغان سیالانو فشار نور هم ډېر کړي، خو دغه ګومان برعکس ثابت شو.

د لوبې دویم پړاو کې چې زمبابوې لوبه کوله، که څه هم د دوی لپاره دغه پنځوس اوریزه لوبه د باران له کبله په ۲۲ اوریزه بدله شوې وه، خو د زمبابوې د لوبغاړو له نیمې وارخطا لوبې وروسته نندارچیانو د خپلو لوبغاړو د هڅولو پر ځای له لوبغالي وتل غوره کړل.

طبیعي ده، چې دغه چارې به د زمبابوې لوبغاړو پر مورال اغېز کړی وي او ولیدل شول، چې د دوی لوبه له هغه وروسته نوره هم پیکه شوه.

رښتیا خو دا دي، چې د پرونۍ له لوبې ځینو برخو کې داسې معلومیدل، چې افغانان په رواني توګه له هغسې فشار سره مخامخ نه وو، چې زمبابوې سیالان یې ورسره لاس او ګرېوان وو.

په بیټینګ کې خو د دوی د هېڅ یوه لوبغاړي فعالیت په یادولو هم نه ارزي، چې له دوو کسانو پرته هېڅ یوه یې هم د منډو شمېر دوو عددونو ته و نه رسېد.

لږ تر لږه په پرونۍ لوبه کې د کپتان اصغر ستانکزي او د هغه د ټیم پلان او ستراتيژي کامیاب ښکارېدل، خو په تېرو لوبو کې به هم طبعاً چې دغسې پلانونه وو، چې د لوبې په نیمايي کې بیا عملاً نه لیدل کېدل.

د انځور حقوق Getty Images

دا هغه خیال نور هم کره کوي، چې لږ تر لږه د افغانستان او زمبابوې تر منځ ډېری شویو لوبو کې پچه، هدف او رواني یا ذهني فشار تر عادي حالته هم یو څه ډېر مهم عنصرونه دی، چې کله نا کله ټول پلان شنډوي.

د زمبابوې مبارکي

له زمبابوې سره لړۍ پای ته ورسېده، زمبابوې کرېکټ ټولنې د مثبتې سپورتي جذبې اظهار کړی، پر ټولنیزو رسنیو او څرګندونو کې یې افغانانو ته مبارکي ویلې او دوی یې پیاوړي سیالان بللي، خو د افغانستان لپاره کیسه دلته پای ته نه رسېږي.

اصغر ستانکزی او ملګري یې ډېر ژر له ایرلنډ لوبډلې سره د مخامخ کېدو لپاره د هند ګریټر نواډا ته روان دي او ډېره اړینه معلومیږي، چې په سړه سینه د لوبې په ډګر کې د لوبغاړو ناستې ځای پلانونو او مشورو عملي کولو لپاره نوره خواري هم وکړي.