کابل: د نجونو جماستیک پایلوبې تر سره شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه سیالۍ دوې اونۍ مخکې کابل کې پیل شوې وې

د کابل ښار د نجونو تر منځ د جمناستک سیالو پایلوبې په کابل کې ترسره شوې.

دغه سیالۍ شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د اتو کلبونو ترمنځ پیل شوې وې.

هرات کې د نجونو والیبال سیالۍ

د معلولو افغان نجونو باسکټبال سیالۍ

د افغانستان د جمناستک فدراسیون مسؤل جنرال شاه ملنګ بي بي سی ته وویل په سیالیو کې له هر کلبه شپږ تنه وروستۍ سیالۍ ته وتلې وې، خو هغه شان چې اړتیا ده د دوی لوبغاړو ته اسانتیاوې نه دي برابرې شوې:

''۱۱ تنه د ځوانانو یا ملي لوبډلې او او لس تنه هم د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته وروپېژندل شول.

که ریښتیا ووایم چې موږ په نړیواله کچه یو، نو نه یو، خو دا د کار پیل دی، او راتلونکې ته تمې شته. په خواشینۍ سره موږ د جمناستیک لوبو لپاره وسیلې او مناسب ځایونه نه لرو.

له تېرو دوو کلونو راهیسې د نورو ورزشي برخو تر څنګ د جمناستیک په برخه کې هم ځینې نیمګړتیاوې لیدل کېږي. ''

ښاغلی شاه ملنګ وايي په مخکنیو کلونو کې افغانستان د جمناستک پیاوړې لوبډله درلوده، چې له تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان څخه یې خپل هېواد ته ویاړونه راړوي وو. دغه راز په کور دننه یې هم سیالۍ کولې.

اړونده مطالب

ورته مطالب