کرېکټ: راشد او نبي د کارابیین غوره لیګ مزایده کې له پیاوړو نوماندو لوبغاړو

د انځور حقوق Getty Images

د انګلېنډ شل اوریزو کرېکټ لوبو وتلی لوبغاړی تایمال مېلز او د افغانستان دوو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي نومونه به د روان کال ویست انډیز کارابیین غوره لیګ (سي پي ال) لوبو مزایده کې د پیاوړو لوبغاړو نوملړ ته ورزیات شي.

د افغانستان دغه دواړه لوبغاړي وړاندې د هند غوره لیګ (آی پي ال) لوبو ته کې هم د مالي امتیاز په بدل کې واخیستل شول.

د کرېکټ تخصصي وبسایټ کرک انفو د راپور له مخې؛ مېلز چې د آی پي ال سیالیو کې د ۱،۸ میلیون ډالرو په بدل کې تېره میاشت واخیستل شو، یو له انګلېنډي لوبغاړو دی چې د کارابیین غوره لیګ په لومړني نوملړ کې د ټسټ لوبو سوکه توپ اچوونکي مونټي پانېسار ترڅنګ لیدل کېږي.

په پام کې ده د کارابیین غوره لیګ سیالۍ د اګست په لومړۍ پیل شي او د سپتمبر په ۹مه پایته ورسېږي.

د راشد خان او محمدنبي ترڅنګ د افغانستان د ملي لوبډلې درې نور لوبغاړي نوروز منګل، اصغر ستانکزی او نجیب الله ځدراڼ هم د کارابین غوره لیګ مزایدې ته نومول شوي دي.

+ نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

+ نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې

محمد نبي دا څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ د یو ورځنیو لوبو دویم غوره الراونډر وټاکه.

نبي له ډېرې مودې راهیسې په شل اوره لوبو کې هم د لس غوره الراونډرانو کتار کې شامل دی. نوموړی د ورو توپ اچونې او ورسره د ښې توپ وهنې وړتیا به حتمآ د ځینو لوبډلو پام ورواړوي.

راشد ارمان د خپل لیګ سپېن او ګوګلي توپ اچونې وړتیا له کبله له وړاندې د کرېکټ ډېرو نړیوالو شنونکو ستایلی. راشد هم نړیوالو شل اوره لوبو کې د غوره توپ اچوونکو کتار کې په پنځمه شمېره ده. تر اوسه یې ۲۱ شل اوره لوبو کې ۳۱ لوبغاړي سوځولي. پر ښې توپ اچونې سربېره یې بیټېنګ کې هم ښه دی.

د کاناډا رضوان چیمه او رووېندو ګوناسېکېرا، د اېرلېنډ جورج ډاکرل، کېون اوبرېن او نېل اوبرېن، د عمان سفیان محمود او د امریکا متحده ایالتونو ذیشان قریشي د کرېکټ دویمې درجې هېوادونو لوبغاړي دي چې د کارابیین غوره لیګ ته نومول شوي.

استرالیا، سوېلي افریقا، نیوزیلېنډ، پاکستان او سریلانکا لوبغاړي به هم دې مزایدې ته وړاندې شي چې ابتدایي نوملړ به یې د مارچ په لسمه اعلان شي.

د کارابیین غوره لیګ عمومي مشر ټام موډي وایي؛ دې لیګ ته به د نړۍ له ګوټ ګوټ نه غوره لوبغاړي وټاکل شي او په دې کې شک نشته چې د ۲۰۱۷ کال سیالۍ به د تېرو په پرتله تر ټولو غوره وي.

اړونده مطالب