افغان ساحلي فوټبال کوربه مالیزیایۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق FB: BeachSoccerAfghanistan
Image caption دغو سیالیو ته ځکه ساحلي لوبې ویل شوي، چې د لوبو ډګر یې له شګو ساحل ته څېرمه وي.د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې په فعاليت پيل وکړ او يوازې په يوه کال کې وتوانېده چې د اسيا ساحلي لوبو ته لار پيدا کړي.

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې د مالیزیا کوربه لوبډلې ته ۵ د ۳ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د اسیا د اتلولۍ او د ۲۰۱۷ کال نړیوالو سیالیو ته د لار موندنې په موخه ترسره کېږي. چې د مالیزیا په ترنګاګو کې روانې دي.

د افغان لوبډلې لپاره حضرت ګل باران، زین الدین شریفي او عبدالرؤف قادري ګولونه وکړل.

افغان لوبډله په الف ګروپ کې له ایران، بحرین، چین او مالیزیا لوبډلو سره لوبې کوي.

افغان فوټبال لوبډله د قطر ساحلي سیالیو کې لوبېږي

د ساحلي فوټبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې

د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د ساحلي فوټبال نړیوال فدراسیون په نوملړ کې افغان لوبډله له خپله ځایه اووه درجې شاته شوې او په نړۍ کې ۶۶ ځای لري، خو په آسیا کې یې لا هم خپل ۱۱ ځای ساتلی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۱۳۲۲ هجري لمریز کې جوړ شو، چې ګڼ مینه وال یې پر ځان ورمات کړي دي.

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې په فعاليت پيل وکړ او يوازې په يوه کال کې وتوانېده چې د اسيا ساحلي لوبو ته لار پيدا کړي.

ساحلي سیالۍ

دغو سیالیو ته ځکه ساحلي لوبې ویل شوي، چې د لوبو ډګر یې له شګو جوړ ساحل ته څېرمه وي.

د انځور حقوق FB: BeachSoccerAfghanistan
Image caption دغو سیالیو ته ځکه ساحلي لوبې ویل شوي، چې د لوبو ډګر یې له شګو جوړ ساحل ته څېرمه وي.

روسیه د ساحلي فوټبال سیالیو اتله شوه

اړونده مطالب