افغان ساحلي فوټبال چین ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFC
Image caption په نننۍ لوبې کې عبدالرؤف قادري ۳ ګولونه وکړل، سمیع الله محمدي ۲ او زین الدین شریفي او محمود ګلزار یو- یو ګول وکړ.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې خپلې سیالې چینايي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

افغان لوبډله د اسیا په کچه له یوې ځواکمنې لوبډلې سره مخامخ شوې وه، خو خپل مورال یې له لاسه ورنه کړ او چینايي لوبډله یې ۷ - ۲ ماتې سره مخ کړه.

دواړه لوبډلې نن له غرمې مخکې د مالیزیا په ترنګانوی کې سره مه شولې، چې په پایله کې افغان لوبډلې سیالې چینايي لوبډلې ته درنه ماتې ورکړه.

تېره ورځ هم افغان لوبډلې ۵ـ ۳ کوربه مالیزیايي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

+ افغان فوټبال لوبډله د قطر ساحلي سیالیو کې لوبېږي

+ د ساحلي فوټبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې

په نننۍ لوبې کې عبدالرؤف قادري ۳ ګولونه وکړل، سمیع الله محمدي ۲ او زین الدین شریفي او محمود ګلزار یو- یو ګول وکړ.

تر دې دمه افغان لوبډله په خپل ګروپ کې د شپږو امتیازونو په لرلو سره لومړی ځای لري.

افغانستان به سبا د اسیا په کچه تر ټولو پیاوړې ایران ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

افغان لوبډله په الف ګروپ کې له ایران، بحرین، چین او مالیزیا لوبډلو سره لوبو ته غوره شوې ده.

د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د ساحلي فوټبال نړیوال فدراسیون په نوملړ کې افغان لوبډله له خپله ځایه اووه درجې شاته شوې او په نړۍ کې ۶۶ ځای لري، خو په آسیا کې یې لا هم خپل ۱۱ ځای ساتلی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۱۳۲۲ هجري لمریز کې جوړ شو، چې ګڼ مینه وال یې پر ځان ورمات کړي دي.

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې په کابل کې په فعاليت پيل وکړ او يوازې په يوه کال کې وتوانېده چې د اسيا ساحلي لوبو ته لار پيدا کړي.

ساحلي سیالۍ

دغو سیالیو ته ځکه ساحلي لوبې ویل شوي، چې د لوبو ډګر یې له شګو جوړ ساحل ته څېرمه وي.

+ روسیه د ساحلي فوټبال سیالیو اتله شوه

د انځور حقوق AFC
Image caption تېره ورځ هم افغان لوبډلې ۵ـ ۳ کوربه مالیزیايي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

اړونده مطالب