د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه: لاهور کې کلک امنيتي تدابیر نیول شوي

پاکستان کرکيټ د انځور حقوق PSL
Image caption د پېښور زلمي لوبډله

د پاکستان سوپر لیګ کریکټ اتلولیو پايلوبه به نن د پنجاب په لاهور کې د پېښور زلمي او کویټه ګلیډییټرز د لوبډلو ترمنځ وشي. ددغه لیګ نورې ټولې سیالۍ په دوبۍ کې ترسره شوې دي. د پایلوبې لپاره د پاکستان په لاهور کې کلک امنيتي تدابیر نیول شوي دي.

په دې پایلوبه کې به د پېښور زلمي لوبغاړی شاهد اپریدی نه وي، ځکه چې په تېره لوبه کې ټپي شوي و.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید اپریدی وايي، ددوی لوبډلمشر ډېرن سمي، مارلن سیميولز، کرس جارډن او ډېوېډ ملان به په پایلوبه کې ولوبېږي.

که څه هم د کویټه ګلیډییټرز لوبډلې ځينې بهرني لوبغاړي د ناامنۍ له وېرې لاهور ته رانغلل، خو پر ځای یې نور بهرني لوبغاړي لوبېږي. ددغې لوبډلې مشر معین خان وايي، بیا هم هیله من دي، چې په همدې لوبغاړو پایلوبه وګټي.

دا دوم ځل دی چې د کویټه ګلیډییټرز لوبډله د پاکستان سوپر لیګ کریکټ پایلوبې ته رسيږي. په تېر لیګ کې يې مقابله د اسلام اباد له لوبډلې سره وه چې هغوی ترې وګټله.

لاهوریان دې پایلوبې ته ډېر خوشاله دي او هلته د بي بي سي د خبریال په خبره په ټکټونو يې نوبت نه و او ډېری خلک د ټکټونو د نشتوالي له امله پایلوبه په لوبغالي کې نشي کتلی.

په لاهور کې د تېري مياشتې تر ځانمرګي برید وروسته ځينو ویل، باید د کریکټ دا پایلوبه دلته ونشي، خو د پاکستاني پوځ تر ډاډ ورکولو وروسته په لاهور کې د پایلوبې ترسره کولو اعلان وشو.

د دې پایلوبې لپاره د قذافي لوبغالي شاوخوا زرګونه پولیس او امنيتي سرتېري ځای پرځای شوي، چې امنيت خوندي وساتي.

هغه نندارچيان چې لوبغالي ته ننوځي، تر دریو جلا جلا امنيتي پوستو به تېرېږي.

+ شاهد اپریدی د پېښور زلمي پایلوبه کې نه لوبېږي

+ پاکستان سوپرلیګ: کویټه ګلډیټرز پایلوبې ته لار ومونده

اړونده مطالب