بحرین افغان ساحلي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AFC
Image caption افغانستان په دې سیالیو کې شپږ امتیازه ترلاسه کړل او نوملړ کې یې درېیم ځای ونیو.

د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډله که څه هم د اسیا اتلولیو کې ښه وځلېده، خو د بحرین پر وړاندې په ماتې خوړلو سره له نړیوالې اتلولۍ ووتله.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې د بحرین پروړاندې ۶ د ۴ پروړاندې ماتې وخوړه او د پایلوبې پړاو ته یې د وتلو فرصت له لاسه ورکړ.

په دې سیالیو کې سمیع الله محمدي، مرتضي جعفر او رؤوف قادري په ترتیب سره دوه ځلې د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې لپاره ګولونه وکړل.

راشد جمال دوه ګوله، هاشم یوسف احمد، محمد اشور او عبدالله الملکلي هم د بحرین لپاره ګولونه ووهل.

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې له ایرانۍ لوبډلې ماتې وخوړه

افغان ساحلي فوټبال چین ته ماتې ورکړه

د بحرین ساحلي فوټبال لوبډلې په دې بریا سره ۹ امتیازه ترلاسه کړل او په نوملړ کې یې خپل دویم ځای خپل کړ.

بحرین سبا (چارشنبې) د اتلولۍ ګټلو په موخه له ایران سره لوبېږي.

افغانستان په دې سیالیو کې شپږ امتیازه ترلاسه کړل او نوملړ کې یې درېیم ځای ونیو.

افغان لوبډله د دوشنبې په ورځ د مالیزیا په ترنګاګو کې د اسیا په کچه له لومړۍ لوبډلې سره سیالي ته ووتله او د دغو سیالیو په لړ کې یې لومړۍ ماتې وخوړه.

د دوشنبې ورځې سیالۍ کې د ایران لوبډلې شپږ او افغانستان یوازې یو ګول وکړ.

د افغانستان له لوري یواځنی ګول عبدالرؤف قادري ترسره کړ.

د افغانستان د ساحلی فوټبال ملي لوبډله په اول ګورپ کې ده او د ایران، مالیزیا، چین او بحرین سره سیالۍ لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبډلې تېره ورځ چین ته ماتې ور کړه.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې کوربه هېواد مالیزیا او دغه راز تېره یکشنبه د چین ځواکمنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او سبا وروستۍ لوبه له بحرین لوبډلې سره کوي.

دغه سیالۍ د اسیا د اتلولۍ او د ۲۰۱۷ کال نړیوالو سیالیو ته د لار موندنې لپاره ترسره کیږي.

د اسیا فوټبال فدراسیون د وېش له مخې دا سیالۍ په دریو ګروپونو کې تر سره کېږي چې افغانستان، ایران، عمان، جاپان، امارات، لبنان، بحرین، چین، عراق، تایلېنډ، مالیزیا، قطر او ماینمار لوبډلې پکې برخه لري.

د دې دریو ګروپونو درې لومړنۍ غوره لوبډلې د دې درې ګروپونو له دویمو غوره لوبډلو سره نیمه پایلوبې ته وځي او د نیمه پایلوبې درې ګټونکې لوبډلې د ۲۰۱۷ کال نړیوال جام ته لار مومي.

اړونده مطالب

ورته مطالب